کندهار (پژواک، ٣ تله ۹۷): په کندهار کې به له وچکالۍ ځپلو زرګونو کورنیو، داخلي بې ځایه شوو، کډوالو، کونډو، یتیمانو او نورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي او نا خوراکي توکو مرستې وشي.
دغه څرګندونې له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ریاست رییس مسعود پښتون د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
پښتون وویل، دا چې د کندهار اوسېدونکي وچکالۍ سخت ځپلي اړوند ریاست په پلان کې لري چې د مرستندویه ادارو په همکاري له اړو کورنیو سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه، د خوړو نړیوال سازمان W.F.P په مالي ملاتړ په دریو برخو کې د مرستې لړۍ ترتیب شوې چې ژر به پيل شي.
دی وايي، په دې برخه کې یوه پروژه د هیلو په نوم مرستندویې ادارې ته ورکړل شوې چې له مخې به یې پر ۵ زره کورنیو اړین خوراکي توکي (اوړه، دال، غوړي او مالګه) ووېشل شي.
د ده په خبره، د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره به د یوې سروې له مخې ۲زره اړې کورنۍ په کندهار ښار او ۳ زره کورنۍ په ولسوالیو کې انتخاب شي.
پښتون وویل، د مرستې لړۍ د دویمې پروژې قراداد د اریانا په نوم له بلې مرستندویه ادارې شوی چې د ۴۵۰۰ اړو کورنیو هرې یوې ته به د خوراکي توکو بدیل ۷زره افغانۍ ورکړل شي.
دی وايي، په دغو کورنیو کې وچکالۍ ځپلي، داخلي بې ځایه شوي، له ګاونډیو هېوادونو راغلي کډوال، کونډې، یتیمان او معلولین شامل دي.
د ده په خبره، د دغو کورنیو د پېژندلو په موخه له طبیعي پېښو سره د چمتووالي، اقتصاد او کډوالو ریاستونو ګډه سروې روانه ده.
د مرستې د درېیمې پروژې په اړه نوموړي وویل چې قرارداد یې له A.N.C . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.