هرات(پژواک، ٩ تله ٩٧): د هرات حوزوي روغتون وايي چې د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ماښام د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار درېیو کوچنیو مسافر وړونکو موټرو ټکر کړی چې له امله یې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې ټپیان هغه افغانان دي چې له ایران څخه هرات ته راتلل.
د نوموړي په خبره، ټول ټپیان د هرات ولایت په بېلا بېلو روغتونونو کې بستر شوي او روغتیايي وضعیت یې نسبتاً ښه دی.
د هرات ترافیکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










