منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې د ترافیکي پېښې له امله یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

 

هرات (پژواک، ١٤ تله ٩٧): په هرات ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان چې ایران ته روان وو، مړه  شوي او اته نور ټپیان دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکتر عارف جلالي پژواک ته وویل چې دغه ترافیکي پېښه تېره شپه د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د جلالي په خبره، د یادې پېښې ټپیان چې ټول سړي دي د سرپل، تخار، بادغيس فراه، او هرات ولایتونو اوسېدونکي وو.

هغه زیاته کړه چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

د ډاکتر جلالي د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې د ټپیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

په ورته وخت کې د هرات د پولیسو د مطبوعاتي امریت سرپرست سید احمد محمدي پژواک ته وویل، تېره شپه نهه بجې یوه مسافر وړونکې کرولا له هرات ښار څخه د اسلام کلا په لور روانه وه چې د زنده جان ولسوالۍ په رباط پریان سیمه کې یې له یوه زرنج موټرسایکل سره ټکر کړی دی.

د محمدي په خبره، په دې پېښه کې اووه کسان ټپیان دي.

هغه د درې کسانو له وژل کېدو بې خبري وښوده.

ویل کېږي چې د پېښې وژل شوي او ټپیان د ایران پر لور روان وو.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې