منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له بادغيس څخه ولسي جرګې ته نومانده فريبا رحماني په ترافيکي پېښه کې مړه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۲ کتنې

قلعه نو (پژواک، ۱۶ تله ۹۷): له بادغيس ولايت څخه د تلې ۲۸ مې ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده فريبا رحماني چې ترافيکي پېښه کې ټپي شوې وه، ساه ورکړې ده.

د بادغيس ولايتي شورا غړي حاجي بهاالدين قادسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې رحماني درې ورځې وړاندې هغه مهال چې له بادغيس څخه هرات ته په لار وه، يوې ترافيکي پېښه کې ژوبله شوه.

هغه زياته کړه چې فريبا د هرات ولايتي روغتون کې بستر وه او نن سهار يې د نږدې ۵۵ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، فریبا د بادغيس د قادس ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه  او د دغه ولايت  د ولايتي شورا د تېرې دورې غړيتوب یې درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې