مزار شريف (پژواک، ۲۹تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر مسوولين وايي، د يکشنبې ورځې تر ۱۲ بجو پورې د دغه ولايت ۶۵ سلنه رايې شمېرل شوې دي، چې جوتوي ۱۴۵زره کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاتې ۳۵ سلنه رايې له شمېرلو وروسته به په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو کره شمېره له خلکو سره شريکه کړي.
هغه زياتوي، د مزار شريف ښار په ګډون د بلخ په ۱۴ ولسواليو کې ټولټال ۴۴۷۰۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه، چې ۱۹۵۰۰۰ يې مېرمنې وې.
د ده په وينا، په بلخ ولايت کې ۳۱۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي، چې په ۲۸۰ مرکزونو کې يې نوم ليکنه ترسره شوې وه؛ خو زياتوي چې د ټاکنو په ورځ ۲۷ هغه مرکزونه هم تړل شوي وو، چې نوم ليکنه په کې شوې وه.
اکبري زياته کړه: ((د ميزان په ۲۸مه زموږ ۲۷ هغه مراکز بند وو، چې نوم ثبتونه مو په کې کړې وه، ۵ مرکزونه بلخ ولسوالۍ کې، يو مرکز شولګر ولسوالۍ کې، ۶ مرکزونه چمتال ولسوالۍ کې، ۲ مرکزونه دولت اباد ولسوالۍ کې، ۱۱ مرکزونه چهاربولک ولسوالۍ کې او يو مرکز شورتېپه ولسوالۍ کې تړلي وو.))
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، د بلخ په زارع او کشندې ولسواليو کې يو يو مرکز د سيمه ييزو زورواکو د خپلمنځي اختلافاتو له امله په نيمه ورځ کې بند شول.
نوموړی زياتوي، د ټاکنو په دويمه ورځ بايد بلخ کې ۱۳ مرکزونه پرانيستل شوي وای؛ خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونو يې دوی ته د امنيت په اړ ډاډ نه وو ورکړی؛ نو ځکه دغه مرکزونه همداسې تړلي پاتې شول.
اکبري وايي، په يو شمېر ټاکنيزو مرکزونو کې نامسووله وسله والو د انتخاباتو پروسې پر وړاندې د مزاحمت جوړولو هڅه کوله، چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې ده.
نوموړی مني چې د ټاکنو په ورځ يو شمېر مرکزونو کې رای پاڼې کمې شوي او له بايومټريک سيستم څخه سمه استفاده نه ده شوې؛ خو زياتوي چې دغو ستونزو ته يې د ورځې په اوږدو کې رسيدګي کړې ده.
د ده په خبره، په بلخ کې د ټاکنو پروسه د ۲۴۵۰۰ کورنيو او ۹ تنو بهرنيو څارونکو له خوا څارل شوې ده.
له دې سره بلخ کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، دوی ته له دغه ولايت څخه سلګونه شکايتونه رسېدلي دي.
په بلخ کې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو څانګې مشر نصير احمد سيرت پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله ورته د بلخ له ټاکنيز بهير څخه ۵۰۷ شکايتونه رسېدلي دي.
هغه زياتوي، ډېری شکايتونه د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو او نوماندانو په تړاو ورته راغلي دي. دوی دمګړۍ د يادو ټاکنيزو شکايتونو پر راټولولو بوخت دي او ژمنه کوي چې رسيدګي به ورته وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس ډاډ ورکوي چې هېڅ يوه جعلي او ناپاکه رايه به سيستم ته دننه نه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










