کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧): د افغانستان او هندوستان د سوداګرۍ وزارتونه وايي، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه کې ٤٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.
دغه څرګندونې په کابل کې ددواړدو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په درېيمه کلنۍ غونډه کې وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستياله کامله صديقي تر يادې غونډې وروسته د هند د سوداګرۍ وزارت مرستيال ډاکتر انوپ وداوان سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې له دې غونډو څخه موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکول دي.
نوموړې زياته کړه، چې په دې غونډه کې ددواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه والو ته د اسانتياوو پر ورکولو او د سوداګرۍ د پراختيا پر لارو چارو خبرې وشوې.
کامله صديقي وايي، چې په غونډه کې دغه راز ددواړو هېوادونو د سوداګرو پر ستونزو، او دهغې پر هواري هم بحثونه وشول.
د هند د سوداګرۍ وزارت مرستيال ډاکتر انوپ وداوان وويل، چې له افغان چارواکو سره يې د سوداګرۍ پر پراختيا ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېر کال ددواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ٤٣ سلنه زيات شوى دى او دغه کچه اوس کلنى يو مليارد ته رسېدلى دى.
ډاکټر انوپ ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلا بېلو برخو کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.
login or register a new account.