کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٧): د مالیې وزارت د روان کال تر پایه د ۹۵ سلنه مالیاتي جرمونو د مودې د غځېدو خبر ورکوي او وايي چې که مالیه ورکوونکي په دې موده کې خپل مالیاتي جرمونه پاک نه کړي جوازونه یې لغوه، بانکي حسابونه یې بندېږي او ممنوع الخروج اعلانېږي.
د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۶ کال په سلواغې میاشتې کې اعلان کړی و چې د ۱۳۹۷ کال د ملي بودیجې په نوې اصول پاڼه کې د مالیاتي جرمونو معافیت تصویب شوی دی.
د اصول پاڼې له مخې، هغه مالیه ورکوونکي چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ کاله د مالیې د نه ورکولو له امله جریمه شوي او خپلې جریمې یې نه دي تصفيه کړې، که له اصلي مالیې سره یو ځای ۵ سلنه جرمي مالیه ورکړي له پاتې ۹۵سلنه جرمي مالیې څخه معاف کېږي.
مالیې وزارت هغه مهال ویلي و چې په دغه معافیت کې د حکمي او حقیقي کسانو مالیاتي جرمونه شامل دي او یاده اصول پاڼه تر څلورو میاشتو د تطبیق وړه ده او هېڅکله به ونه غځول شي.
خو د ماليې وزارت د ګمرکونو د عایداتو مرستیال عبدالله رقیبي نن په کابل کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې او سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په ګډه خبری ناسته کې اعلان وکړ چې یاده موده د روان کال تر پایه تمدید شوه، ځکه اوس هم د هغو مراجعینو شمېر زیات دی چې غواړي خپل مالیاتي حسابونه تصفيه کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه تصمیم د خصوصي سکټور د ملاتړ او هڅونې لپاره نیول شوی دی.
د مالیې وزارت د عایداتو عمومي رییس عبدالحبیب ځدراڼ په دې ناسته کې وویل، د مالیاتي جرمونو د معافیت له اعلان وروسته تر اوسه له ۸۳۰۰ ډېر ستر، کوچني او متوسط شرکتونه مالیې وزارت ته راغلي، مالیاتي جریمې يې تصفيې کړې او جوازونه یې تمدید کړي دي.
د هغه په خبره، له دې شرکتو څخه د ۵ سلنه جریمې د اخیستو له لارې ۸ ميلیاره افغانۍ ترلاسه شوې دي، خو معاف شوې جریمې یې ۲۰ ميلیارده افغانۍ کېږي.
نوموړي زیاته کړه، ماليې وزارت اټکل کړی و چې په درېیو کټګوریو کې ۲۰زره شرکتونه موجود دي او له هغه څخه به له ۱۲ زرو څخه تر ۱۵ زرو د خپلو مالیاتي جرمونو د پاکولو لپاره مالیې وزارت ته مراجعه وکړي.
نوموړي له هغو شرکتونو او کسانو وغوښتل چې په دې موده کې یې د خپلو مالیاتي جرمونو د تصفيې لپاره مراجعه نه ده کړې چې راشي او له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او خپل حسابونه پاک کړي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((که په دې موده کې خپل مالیات پاک نه کړي، د فعالیت جواز به یې لغوه، بانکي حسابونه یې بند، دوی ممنوع الخروج اعلانوو او ځمکې یې پلورو.))
د نوموړي په خبره، د مالیاتي قانون د تعدیل پر اساس په مالیاتي جرمونو کې ۵۰ سلنه کمښت رامنځته شو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال خانجان الکوزي په دې ناسته کې د مالیاتي جرمونو د معافیت د مودې د تمدید ستاینه وکړه او ویې ویل، د سوداګرۍ خونه به په دې برخه کې لازمې مرستې وکړي.
دغه راز د افغانستان د کانونو او سوداګرۍ خونې رییس رحیم الله سمندر په دې اړه وویل، د مالیاتي جرمونو د معافیت ۲۰ ميلیارده افغانۍ ډېرې زیاتې دي او له خصوصي سکتور څخه د حکومت د ملاتړ ښکارندوي کوي.
نوموړي د یادې مودې تمدید وستایه او ویې ویل، ډېر شرکتونه چمتو دي چې خپل مالیاتي جرمونه تصفيه کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










