کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٧): پاکستان وايي چې په دې وروستيو کې يې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پياوړې شوې او دغه هېواد ته د افغانستان صادرات نږدې ٣٠ سلنه لوړ شوي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د هلو ځلو له امله سوداګريزې اړيکې پراخې شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ٢٩،٥٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د پاکستان سفارت ويلي چې افغانستان په تېر مالي کال کې پاکستان ته د ٣٤٢ ميليونه ډالرو او وړم کال د ٤٤٣ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د توکو لپاره تر ټولو ستر مارکېټ دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو کچه هم لوړه شوې ده او دا په دې وروستيو کې ١٨،٣٣ سلنه لوړه شوې ده.
د پاکستان سفارت ويلي چې تېر مالي کال پاکستان افغانستان ته د يو ميليارد او ٢٧١ ميليونه ډالرو او له هغې مخکې کال کې د يو ميليارد او ٥٠٤ ميليونه ډالرو صادرات کړي دي.
په خبرپاڼـه کې راغلي چې د پاکستان د کراچۍ بندر اوس هم د افغان سوداګرو لپاره ترټولو ستر بندر دى او تېر کال د ٣،٣٢ ميليارده ډالرو په ارزښت افغان سوداګرو ددې بندر له لارې توکي وارد کړي دي.
د ا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ننګرهار د ګمرک رييس خان زمان امر خېل ويلي وو، چې د يوې مياشتې عوايد يې له يو ميليارده افغانيو څخه زيات شوي وو.
امر خېل زياته کړې چې دا عوايد له پاکستان څخه له سوداګرۍ ترلاسه شوي.
login or register a new account.