کابل (پژواک، ٨ لړم ۹۷): د کندهار يو سوداګر (عبدالرازق) د ولسي جرګې پر يو نوماند احمدالله نازک تور پورې کوي چې دی يې اختطاف کړی و او د هغه ډېره شتمني يې پر خپل نوم کړې ده، خو نازک دغه تورونه ردوي.
حاجي عبدالرازق د (تواضع رازقي سوداګريز شرکت) مشر چې څو ورځې مخکې ځان ته د اور اچولو ګواښ هم وکړ وايي، له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې يې له ۸۴ ونډه لرونکو سره د تېلو کاروبار کاوه، خو په ۱۳۸۹ کال کې يې اته ټېلر موټر له هلمند نه غلو يو وړل.
هغه وايي چې له دغه کار سره شرکت تاواني شو او ونډه لرونکو له ده څخه وغوښتل چې خپلې ونډې ترې بېلې کړي.
د ده په وينا، د ونډه لرونکو تر دغې غوښتنې وروسته د کندهار ولايت د مقام په لارښوونه يو سوداګريز کمېسيون وګومارل شو او د شرکت پاتې منقوله او غير منقوله شتمني يې ۳۵۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې تثبيت کړه، خو له دغې شتمنۍ ٣٥ سلنه موجوده شوه.
د ده په وينا، کمېسيون پرېکړه وکړه چې دى به له موجوده (۳۵ سلنې) شتمنۍ څخه ۳۰ سلنه خپلو ۸۴ ونډه لرونکو ته ورکوي او پاتې ۵ سلنه به شرکت ته پاتې کيږي، تر څو کاروبار پرې وکړي.
login or register a new account.