جلال اباد (پژواک، ۹ لړم ۹۷): د ننګرهار د کانال رياست مسوولين وايي چې د زيتونو له تېلو او اچارو څخه تېر کال ۳۱ ميليونه افغانۍ ګټه لاسته غلې او سږ کال يې بيا هم د تېلو او اچارو پروسس پيل کړی دی.
بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له کله راهيسې چې د زيتونو د تېلو او اچارو د پلور موضوع خصوصي سکتور ته سپارل شوې، نرخونه يې لوړ شوي او کيفيت يې هم خراب شوی دی.
د کانال رياست مسوولين بيا د نرخونو د کنټرول خبره کوي؛ خو وايي چې د ننګرهار زيتونو فابريکې په نوم جلال اباد ښار کې يو شمېر جعلي تېل خرڅېږي چې دوی تر اوسه ۳۵۰ بوتله همدا ډول تېل نيولي دي.
د لړم په ۹مه د ننګرهار ولايت د زيتونو په فابريکه کې د ننګرهار والي او دغه ولايت د کانال رييس له لوري د زيتونو له تورو دانو څخه د تېلو د ويستلو او پروسس چارو د پيل پرانيسته وشوه.
د کانال رييس انجنير سيداغا مياخېل وويل چې د ځينو تخنيکي او مسلکي نيمګړتياوو له امله د زيتونو فارمونو سږکال په ډېر لوی توپير سره کم حاصلات ورکړي دي.
هغه وايي، تېر کال د زيتونو فارمونو ۶۰۰ ټنه حاصلات ورکړي و، چې ۵۶ زره لېتره تېل او ۳۲ ټنه اچار ترې توليد او پروسس شوي و؛ خو سږ کال له فارمونو يوازې ۶۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شوې دي.
دی زياتوي: ((تېر کال د زيتونو د فارمونو ښه ساتنه شوې وه، پر وخت سره ورکړل شوې، شاخ بُري يې شوې وه او بله لويه خبره دا ده، چې يو کال زيتون ښه حاصل ورکړي، بل کال بيا حاصل کم ورکوي.))
نوموړی د دغو ټولو نيمګړتياوو سره سره د دوی د پرسونل کموالی هغه څه په ګوته کوي، چې هر کال يې کارونه نيمګړي وي.
د مياخېل په خبره، د زيتونو فابريکې د پيل په کلونو کې يو نيم زر کار کوونکي درلودل؛ خو اوس د ټول کانال کار کوونکي يوازې ۸۰۰ کسان دي، چې فابريکه اتو مېرمنو په ګډون د ۶۰ فني او تخنيکي کار کوونکو له لوري مخته روانه ده.
بلخوا د ننګرهار والي حيات الله حيات په بېساري توګه د زيتونو د حاصلاتو کموالي ته په اشارې سره وويل، دغه چاره به په تخنيکي شکل څېړل کېږي او که د کانال د مسوولينو بې غوري په کې جوته شوه، قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه دا ډاډ هم ورکړ، چې د زيتونو د فابريکې په ګډون د کانال د بيارغونې لپاره ورسره د کرنې وزارت مسوولينو ژمنه کړې او د فابريکې د ترميم ترڅنګ به د کانال يو شمېر زيانمنې شوې برخې هم بيا ورغول شي.
والي وايي، تېرو څو لسيزو جګړو دا فابريکه ډېره زيانمنه کړې او تېرو څو کلونو کې ورته مسوولينو سمه پاملرنه هم نه ده کړې؛ نو ځکه يې ستونزې ډېر دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، له کله راهيسې چې د دغې فابريکې د تېلو او اچارو د خرڅلاو چارې خصوصې شوې دي، هم يې نرخونه لوړ شوي او هم يې کيفيت يو څه خراب شوی دی.
د جلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې يو دوکاندار حبيب الله وايي، پخوا به دوی ته د زيتونو د اچارو يو بوتل په ۱۴۰ افغانۍ راته او دوی به په ۱۵۰ افغانۍ خرڅاوه؛ خو اوس دوی ته په ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
هغه وايي، ډېر خلک ايراني زيتون ځکه اخلي، چې نرخونه يې ارزان دي او هم يې ذايقه ښه وي.
سيد سرور د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی، هغه وايي، پخوا يې د زيتونو د تېلو له رسمي پلورنځي يو بوتل تېل په سل او دوه سوه افغانۍ اخېستل خو اوس د سلو هغه په ۱۵۰ او د ۲۰۰ هغه په ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دی وايي، د تېلو کيفيت هم تر هغه وروسته چې چارې يې خصوصي سکتور ته سپارل شوي، يو څه خراب شوی دی.
د ننګرهار کانال رييس انجنير سيداغا مياخېل هم مني، چې بازار ته د ننګرهار زيتونو په نوم، نښان او همدا ډول بوتل کې جعلي تېل راوړل شوي، چې دوی يې په اړه پلټنې کړي او تر اوسه يې ۳۵۰ دانې همدا ډول بوتلونه نيولي دي.
هغه وايي، ولايتي ادارې سره دا موضوع شريکه شوې او دا چې د دغه کار تر شاه د چا لاس دی او څه به ورسره کېږي، ولايتي اداره به پرېکړه او اقدام کوي.
هغه د نرخونو په تړاو وويل، تېر کال يې دغه چاره خصوصي سکتور ته په ۱۲ افغانۍ ګټې سره سپارلې او د هغوی حق دی، چې د سوداګرۍ د اصولو له مخې د خپلې ګټې مطابق نرخونه وټاکي.
د يادولو ده چې دغه فابريکه څو لسيزې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په تخنيکي همکارۍ او مرسته، د ننګرهار کانال اړوند له سلګونه هکتاره زيتونو باغونو د حاصلاتو د پروس په موخه جوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










