منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۱ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۶ کتنې

چاريکار(پژواک، ٩ لړم ٩٧): د پروان ـ کابل پر لویه لار د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله د دوو ښځو په ګډون اته تنه مړه شوي او څلور ټپیان دي.

د پروان د ترافیکو مدير محمد نذیر پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار لس بجې داسې مهال رامنځته شوه چې دوه کرولا موټر له کابله شمال ته روان وو او د بګرام ولسوالۍ په رباط کلي کې ټکر وکړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې په یوه کرولا موټر کې درې ماشومان، دوه ښځې او درې نارینه مړه شوي او د بل موټر دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان دي.

 هغه وویل: (( یاد موټر له یو بل څخه د مخکې کېدو پر مهال سره لګېدلي او له سړک څخه تر  وتو    وروسته چپه شوي دي.))

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې د یادې پېښې ټپیان د پروان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.                                                                                                                                                                 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې