منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کندهاره سږ کال تر اوسه ١٨ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کندهار (پژواک، ١٥ الړم ۹۷): په کندهار کې سږ کال له وچکالۍ سربېره د انارو حاصلات ډېر دي او تر دې مهاله ۱۸ زره ټنه بهر ته صادر شوي چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا درې سوه ميليونه افغانۍ کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، که څه هم سږ کال کندهار وچکالۍ ځپلی او اوبه کمې وې، خو د انارو حاصلات ډېر ښه دي چې پر همدې بنسټ به یې صادرات هم تر پخوا ډېر وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، تر دې مهاله له کندهار څخه د شاوخوا ۴ میلیونه امريکايي ډالرو (شاوخوا ٣٠٠ ميليونه افغانۍ ) په ارزښت ۱۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده.

د ده په خبره، د دغو انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

خو دی وايي، د هغو انارو کچه تر دې هم ډېره ده چې له دوی سره راجستر شوي نه دي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

بینا که یو پلو د انارو د حاصلاتو په ډېرېدا خوښي ښي خو بهر ته د صادرېدو په برخه کې یې د منظمو لارو پر نشتوالي اندېښنه ښيي.

دی وايي، که څه هم په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو تړونونه لاسلیک شوي او دا په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره لوی پرمختګ دی خو دا باید چټک او ګړندي شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې اوسمهال د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې ډېره تکیه پر پاکستان ده، که دغه لاره بندېږي نو دوی هیڅ بله متبادله لاره نه لري.

بینا دغه راز د مېوې د ساتلو په برخه کې هم د امکاناتو د نشتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې سړې خونې او داسې معیاري ځایونه نشته چې مېوه په کې د ډېر وخت لپاره وساتل شي او له خرابېدو وژغورل شي.

دی زیاتوي، که حکومت د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي، نو باغ لرونکي او سوداګر به د دې جوګه شي چې تازه مېوه وساتلی شي او کله چې یې بیه لوړه شوه بازار ته یې په لوړه بیه وړاندې کړي.

د انارو باغ لرونکي او سوداګر وايي، که څه هم سږ کال کندهار وچکالۍ ځپلی او اوبه کمې وې خو د تمې خلاف انارو ډېر ښه حاصلات ورکړي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د حاصلاتو د ټولولو او صادرولو چارې روانې دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د تابین سیمې د انارو یوه باغ لرونکي حاجي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال سره له دې چې اوبه کمې وې د انارو باغونو ډېر ښه حاصلات ورکړي او کوم طبیعي افات او امراض یې نه لرل.

هغه زیاتوي، له همدې امله د انارو صادرات هم ډېر دي چې باغ لرونکو او سوداګرو ته د ګټې تر څنګ یې زرګونو بې روزګاره کسانو ته کار هم پيدا کړی دی.

د انارو یو بل باغ لرونکی حاجي امین الله هم وايي چې سږ کال د انارو حاصلات ښه دي او په ښه بیه خرڅېږي.

نوموړي چې خپل د انارو باغ یې په شاوخوا يوميليون او دوه يوه زره   افغانۍ په اجاره ورکړی، پژواک ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې باغ یې ښه حاصلات ورکړي او تر پخوا یې په لوړه بیه په اجاره ورکړی دی.

دی وايي، د انارو د حاصلاتو د ډېروالي لامل دا دی چې له کومې ناروغۍ يا طبيعي افاتو سره نه دي مخ شوي.

خو دی غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او باغدارۍ د لا ودې په موخه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کښته شوې کچه بېرته لوړه شي.

په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي نانى اغا وايي چې د انارو د حاصلاتو له رسېدو سره بهر ته د دغې مېوې صادرات هم پيل شوي او هره ورځ له ٣٠ تر ٣٥ لاريو انار بهر ته لېږدول کېږي.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، د انارو ښو حاصلاتو ته په کتو اټکل دا دى چې سږ کال به د دغې مېوې په صادراتو کې د پخوا په پرتله ډېروالی راشي.

هغه وايي ،سوداګر سږ کال تر دې مهاله د انارو او نورو مېوو د صادراتو په برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

د نوموړي په وینا، سږ کال د مېوې د حاصلاتو او صادراتو تر پیل وړاندې سوداګرو د سوداګرۍ خونې، د کندهار ولایتي ادارې او پاکستان کونسلګرۍ له چارواکو سره ولیدل او تر ډېره د ستونزو پر حال کار وشو.

ده زیاته کړه، له کندهاره هره ورځ لسګونه موټر انار او نورې مېوې د پاکستان او هندوستان مارکېټونو ته وړل کېږي.

بل خوا د کندهار د کرنې ریاست چارواکي هم وايي چې سږ کال د تېر په پرتله د دې ولایت د انارو باغونو حاصلات د کیفیت او کمیت له پلوه ډېر ښه شوي دي.

د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک اژانس ته وویل، سږ کال د دې ولایت د انارو له باغونو څخه ۱۵۰ زره ټنه انار راټول شوي په داسې حال کې چې تېرکال د کندهار د انارو د باغونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وه.

دی زیاتوي، په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د خلکو په هلو ځلو په کندهار کې په څه باندې اته زره هکتاره ځمکه کې د انارو باغونه جوړ شوي دي.

د کرنې رییس په خبره، د کندهار په بازارنوکې یو من انار په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي چې تر پخوا یې بیه هم ښه ده.

دی وايي، دمګړۍ په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره کروندګر د انارو د بڼونو په پالنه او کار و بار بوخت دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د انارو د بڼونو د ترویج په پار پر څه باندې دوه زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د انارو نوي بڼونه جوړ کړي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د بڼوالو روزنه، د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه او نورې هغه کړنې دي چې سږ کال د اړوند وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد