جلال اباد (پژواک، ۱۹ لړم ۹۷): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د لاسي توکو يو شمېر پلورونکي شکايت کوي چې ښاروالۍ ورته نه مشخص ځای ټاکي او نه يې هم اوسنيو ځايونو کې کار ته پرېږدي.
دوی پر ښاروالۍ دا تور هم پورې کوي، هغه کسان چې پيسې ورکوي هر ځای ورته د درېدو اجازه شته، خو هغه کسان چې پيسې نه ورکوي هېڅ ځای کې نه پرېښودل کېږي.
د لاسي توکو پلورونکي غوښتنه کوي چې يا خو دې ورته ښار کې د درېدو منظم ځای برابر شي او يا دې هم ورته د نور کار زمينه برابره کړای شي.
د دوى له ډلې يو شمېر يې پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال دا هم ويلي، که د ښاروالۍ دغه چلند دوامداره وي؛ نو اړ کېږي چې يا خو د کار په پرېښودو بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي او يا هم له وسله والو سره يوځای شي.
خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، ځکه يې د سړک سر پلورونکو د لرې کولو کمپاين پيل کړی چې دغو سلګونو کسانو د زرګونو نورو خلکو د ورځني ژوند پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دوی وايي، اوس يې په دې کار پيل کړی چې د ښار په بېلابېلو ناحيو کې د لاسي توکو پلورونکو ته منظم ځايونه جوړ کړي.
سيداغا چې پر کراچۍ باندې خرما پلوري وايي، ډېر کله خو داسې راځي چې ټوله ورځ کې هېڅ کار کولو ته نه پرېښودل کېږي او اړ دی چې بېرته تش لاس کور ته وګرځي.
هغه زياتوي: ((هېڅ ځای کې نه پرېښودل کېږو، يو دم شور شي، هلئ چې راغلل، د ښاروالۍ مامورين او ډنډمار را راوان وي او د هېچا لحاظ او خاطر نه کوي، کله نا کله خو مې زړه دومره راتنګ شي چې وايم دا هر څه پرېږده او لاړ شه وسله والو ته.))
د سپين غر په نوم يوتن د ښار د مخابراتو او تالاشۍ څلور لارو ترمنځ واټ کې د انتيک شيانو پلورونکی دی. دی وايي چې هره ورځ د ښاروالۍ کسان راځي او له خپل ځايه يې پورته کوي.
دی غوښتنه کوي چې ښاروالۍ دې لکه د ښار د څو نورو سيمو د لاسي توکو پلورونکو په څېر دوی ته هم د درېدو اجازه ورکړي.
دغه راز د ښار يو بل د لاسي توکو پلورونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک سره په خبرو کې تور پورې کړ چې ښاروالي هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې پيسې ورکړي او هغه کسان چې د پيسو د ورکړې توان نه لري؛ نو هغوی نه پرېږدي.
دی دا اندېښنه هم لري، ښاروالۍ ښايي دا پلان ولري چې دوی له دغو ځايونو لرې کړي او په پرځای يې د پيسو په مقابل کې نورو کسانو ته ځای ورکړل شي.
عام خلک بيا که څه هم د ښار په واټونو کې د سړک سر کراچيو او لاسي پلورونکو له موجوديته په تنګ دي؛ خو ټينګار يې دا دی چې د هرې ورځې ګډوډۍ پرځای دې ښاروالي په يوه منظمه برنامه کار وکړي.
د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند د جوی هفت سيمې اوسېدونکي ولي خان پژواک ته وويل، هره ورځ يې د جلال اباد ښاروالۍ د ښار واټونو کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي، کله کراچۍ چلوونکي يوې خوا په منډو وي او کله هم په بلې خوا روان وي.
دی وايي، له دغو ټولو غوره دا ده چې دوی ته يو منظم او ځانګړی ځای جوړ او ياد کسان په کې ځای پرځای شي.
خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، دوی د دغې موضوع د حل لپاره په دومداره پلان کار پيل کړی دی.
د دغې ادارې مطبوعاتي مسوول سيد همايون غريبمل پژواک ته وويل، هره ورځ د ښاروالۍ د تنظيم مسوولين د ښار د واټونو په منظمولو او دغه راز د لاسي توکو پلورونکو ته د منظم ځای برابرولو په چاره کې مصروف دي.
هغه وويل، ستونزه دا ده چې ټول لاسي پلورونکي په اوسنيو ځايونو کې د ځای غوښتنه کوي، چې دا د ښاري اصولو خلاف کړنه ده او دوی بېلابېلو ځايونو کې هغوی ته د سړک له سره لرې ځايونه جوړوي.
د ښاروالۍ دغه مسوول نه ردوي چې ګواکې د دوی مامورينو به له ځينو لاسي پلورونکو پيسې نه وي اخيستې؛ خو وايي چې که څوک په دې تړاو کره شواهد او اسناد ولري؛ نو دوی به اړوند مامور سره قانوني چلند وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه وايي، د لاسي توکو پلورونکو ته بايد منظم ځايونه برابر شي او د هرې برخې پلورونکي په يوه ځای کې راټول شي.
د يادې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل پژواک اژانس سره په مرکه کې دا هم ناسمه وګڼله، چې ګواکې ښاروالي دې د سړک پر سر خلکو ته د کار اجازه ورکړي؛ خو دا يې هم غوښتنه وکړه چې بايد خلکو ته منظم ځايونونه برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال هم د جلال اباد ښاروالۍ د ښار په څو واټونو او ځايونو کې د ويالو پر سر له دوو زرو ډېر د لاسي توکو پلورنکي ځای پرځای کړي او هره مياشت ترې پيسې ټولوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










