جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، د هېواد د اقتصادي وضعيت ښه کولو په موخه په نهه ولایتونو کې اقتصادي زونونه رامنځته کېږي.
د دې ادارې مرستيال خان ولي بشرمل دا څرګندونې د لړم په ۲۰مه د ننګرهار په پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختيا پر لور جوړ شوي کنفرانس کې د وينا پر مهال وکړې.
هغه وويل، له دې غونډې يې موخه د نړيوال بانک له خوا افغانستان ته د يوې سروې په ترڅ کې د سوداګرۍ لپاره د زياتو اسانتياوو رامنځته کوونکي هېواد د لقب ورکولو نمانځل دي.
نوموړي زياته کړه چې په نننۍ غونډه کې د ننګرهار پوهنتون محصلينو ته د حکومت د راتلونکو اقتصادي پلانونو په اړه معلومات ورکول او په ورته وخت کې د هېواد د اقتصادي د پرمختګ لپاره د ننګرهار د ځوانانو او علمي شخصيتونو طرحې او ليد لوري راټولول او د عملي کېدو په موخه يې جدي ګامونه پورته کول دي.
بشر وايي، حکومت پلان لري چې په هېواد کې د اقتصادي وضعيت د ښه والي او اقتصاد د لوړوالي لپاره په نهو ولايتونو کې اقتصادي زونونه رامنځته کړي چې تر څنګ به يې زرګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
دی زياتوي: ((په سر کې د کندهار ولايت دی؛ ځکه هلته اسانتياوې موجودې دي، د دې تر څنګ ننګرهار، خوست، غزني، کندوز، بلخ، هرات، پروان او کابل ولايتونه هم په کې شامل دي.))
په عين حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل چې د اقتصادي زون د رامنځته کېدو لپاره مهم څيز د هوايي ډګر موجوديت دی خو ننګرهار لا هم ملکي هوايي ډګر نه لري.
هغه وويل، د ننګرهار هوايي ډګر نظامي شوی چې دلته يې د اقتصاد پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او ډاډ ورکوي چې د دې ستونزې د حل لپاره به له ولسمشرۍ ماڼۍ د لازمو همکاريو غوښتنه کوي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل هم ډاډ ورکړ چې د دغه پوهنتون محصلينو ته به زمينه برابره کړي چې اقتصادي طرحې رامنځته کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
بلخوا د ننګرهار سوداګرو غوښتنه کوله چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې د طرحو جوړولو تر څنګ د طرحو د عملي کولو لپاره هم زمينه سازي وکړي.
په ننګرهار کې د صنعت او معدن خونې رييس حاجي تورملنګ غوښتنه وکړه چې د اقتصاد د پياوړتيا لپار دې د ژمنو او طرحو تر څنګ عملي کارونه هم پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د اقتصاد د پياوړتيا لپاره له ځینو هېوادونو سره هوایي دهلېزونه رامنځته کړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










