ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنټو بیه نږدې ۸۵ سلنه زیاته شوې ده

د سمنټو بیه نږدې ۸۵ سلنه زیاته شوې ده

author avatar
17 Nov 2018 - 19:44
د سمنټو بیه نږدې ۸۵ سلنه زیاته شوې ده
author avatar
17 Nov 2018 - 19:44

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): په کابل کې سمنټ پلورونکي وايي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د سمنټو پر وارداتو د ټکس زیاتېدو له امله په دغه ښار کې د سمنټو بیه نږدې ۸۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، سره له دې چې له پاکستان، ایران او تاجکستان څخه هره ورځ ۴۰زره ټنه سمنټ هېواد ته واردېږي او دغه راز د هرات د غوري سمنټو فابریکه ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي، خو د هېواد اړتیا پرې نه رفع کېږي.

د کابل ښار د بالاحصار سیمې سمنټ پلورونکي حاجي عبدالعزیز پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو پنځو ورځو په پرتله د یوې بوجۍ «چراټ» پاکستانیو سمنټو بیه له ۳۷۰ څخه ۶۲۰ افغانیو ته لوړه شوې، د یوې بوجۍ «سیستان» ایراني سمنټو بیه له ۲۸۰ څخه ۵۲۰ افغانیو ته او دغه راز د یوې بوجۍ «دهن غوري» سمنټو بیه له ۲۶۰ څخه ۴۲۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

نوموړی د سمنټو د بیې د زیاتېدو لامل د حکومت له خوا پر سمنټو د ټکس لوړېدل وبلل او ویې ویل، همدا اوس د هېواد په ګمرکاتو کې د سوداګرو د سمنټو لسګونه موټر درېدلي دي.

د کابل ښار د شاه شهید سیمې سمنټ پلورونکي خالق الدین د سمنټو د بیې د زیاتېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو پژواک خبري اژانس ته وویل، مالیې وزارت له دې مخکې د هرو ۷۴۰ بوجیو سمنټو پر سر ۲۷ زره مالیه اخیسته، خو اوس یادې اندازې سمنټو پر سر ۴۴ زره افغانۍ مالیه اخلي.

نوموړي زیاته کړه، سوداګر دغه اندازه ټکس ورکولو ته تیار نه دي او د ولایاتو د ګمرکونو مسوولان هم دوی ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

د خالق الدین د معلوماتو له مخي، له دې امله د سمنټو سلګونه بار وړونکي موټر د هېواد په بندرونو کې درېدلي دي.

بلخوا، د سمنټو سوداګر حاجي ګل احمد په داسې حال کې چې د سمنټو د بیې زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي، پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوه ورځو به د سمنټو سوداګر په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار ځينې هغه اوسېدونکي چې په ساختماني کارونو بوخت دي، په لوړه کچه د سمنټو د بیو زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، که حکومت د یادې ستونزې حل ته پاملرنه ونه کړي، مجبور دي چې خپل ساختماني کارونه بند کړي.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وویل: ((د سمنټو بیې ناڅاپه نږدې دوه چنده زیاتې شوې دي، ما خپل ساختماني کارونه بند کړل.))

هغه له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې ستونزې مخه ونیسي.

دغه راز د کابل د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکي چې د یوې درې پوړه ودانۍ کار يې په اجاره نیولی، پژواک ته وویل: ((د سمنټو بیې پورته شوې، نه شم کولای خپل کار ته دوام ورکړم، مجبوره یم خپل کار بند کړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.