منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عربي سرو زرو بیه ټيټه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

 

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل کې د لرګیو، عربي سرو زرو او غوړيو بیې ټیټې شوې، خو بوره بیا قيمته شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۰۲۰ افغانیو څخه ۱۰۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، د غوړیو بیه په نړیوالو بازارونو کې هم ټيټه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د پاکستان په بازارونو کې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیې په زیاتېدو په کابل کې هم  د بورې بیه له ۱۷۴۰ افغانیو څخه ۱۷۸۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، نن لکه د تېرې شنبې په ډول د ۵۰ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۱۳۴۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلويي لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۰۲۰ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د منډيي چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلو شین اندونيزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

د ځينو توکو پرچون پلور د هغه له عمده پلور سره په یو شمېر مواردو کې کم خو په یو شمېر مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۴۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرول تېلو بیه ۵۷ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۵۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د تایمني په څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په شان د یو کیلو ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهید څلورلارې په سیمه کې د لرګي پلورونکي خان محمد په خبره، نن د تېرې شنبې په ډول یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه په ۶۸۰۰ افغانۍ پلوري.

د عربی سرو زرو بیه کمه شوې.

د کابل ښار د تيمورشاهي سیمې زرګر حاجي احمد فواد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۴۵۰ افغانیو څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده، خو یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر د تېرې اوونۍ په څېر ۱۹۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نوموړي په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سروز زرو بیې په نوړیوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

په کابل ښار کې د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن په خبره، نن د یو امریکايي ډلر ارزښت ۷۵،۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۶۴ افغانۍ بدلېږي.

د لړم په ۱۹مه نېټه د یو امریکايي ډالر بیه ۷۵.۶۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۶۶ افغانۍ بدلېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد