خوست ښار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۷): خوست کې ځيني لاسي صنايع چې د ډېرو کورنيو اقتصاد ور پورې تړلی، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې يو يې هم کټ باڼ دی.
کټ باڼ د مزري په نوم له يو غرني بوټي په لاس پېیل شوی هغه پړی دی چې د کټونو او چوکيو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، خو اوس يې ځای ورو ورو له بهره وارد شوي پلاستيکي توکي نيسي.
باک، تريزي عليشېر او په ځانګړي ډول ځاځي ميدان د خوست له هغو ولسواليو دي چې نږدې پنځوس سلنه اوسېدونکي يې د کټ باڼ په وسيله د ترلاسه شوو پيسو له لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.
۵۵ کلن بسم الله خان د ځاځي ميدان ولسوالۍ د مُغل خېلو د بر کلي اوسېدونکی دی؛ هغه هره ورځ له سهاره تر مازديګره د خپل کور مخې او د لمر پېتاوي ته له مزري په جوړ شوي پوزي ناست وي او کټ باڼ جوړوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ۲۰ کاله کېږي له غره مزري راوړي او کټ باڼ ترې جوړوي، خو زياتوي چې په دې وروستيو کې يې مارکېټ سوړ شوی دی.
دی زياتوي: ((په مجموعي ډول يو کس د ورځې د کټ باڼ په وسيله ۵ سوه پاکستانۍ کلدارې پيدا کولی شي او داسې خلک هم شته چې د کورنۍ ۱۰ غړي يې په دې مصروف دي چې د ورځې ۵ او ۶ زره پيسې ګټلی شي، خو اوس يې بازار نشته او چې بازار يې پيدا شي زموږ ښه ګوزاره پرې کېږي. موږ ټول عمر دغه کار کړی دی.))
د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شيګۍ سيمې ۳۶ کلن اوسېدونکی سبيل محمد پژواک خبري اژانس ته وايي چې پخوا د يادې ولسوالۍ د هرې کورنۍ دوه يا درې غړي د کټ باڼ پر جوړولو مصرف وو، خو دا چې اوس يې بازار سوړ شوی او ځای يې پلاستيکي پټيو او پړو نيولی، ورسره يې د خلکو پر اقتصاد هم منفي تاثير کړی.
هغه وايي: ((کټ باڼ اوس ځکه خلک نه استعمالوي چې اوس پلاستيکي پړي، پټۍ او مزي استعماليږي، کنه کټ باڼ له پلاستيکو توکو څو چنده ښه دی او بيه يې هم کمه ده، د کټ باڼ بله ګټه دا ده چې په اوړي سوړ دی او د ژمي په موسم کې ګرم وي)).
دا مهال د ۴۰ کيلوګرامه کټ باڼ بيه د خوست په مارکېټ کې له زرو نيولې تر دوو زرو پاکستانۍ کلدارو رسېږي.
محمدغني د کټ باڼ سيمه ييز سوداګر دی؛ نوموړی وايي چې په کور دننه د کټ باڼ د استعمال تر څنګ يو څه برخه د تورخم له لارې پاکستان ته هم وړل کېږي.
هغه پژواک ته وويل، پخوا په مياشت کې يواځې له ځاځي ميدان ولسوالۍ څخه د کټ باڼ ۱۰ بار وړونکي موټر باريدل، خو اوس يو موټر هم په ډېرې سختۍ سره بارويږي. دی يې لامل د مناسب مارکېټ نشتون بولي.
محمدغني زياته کړه: ((د کټ باڼ کاروبار مخکې بېخي ډېر و او کور به چې څومره کسان وو له ماشومانو پرته ښځو سړیو به دا کار کاوه، خو اوس کم شوی دی. عمده علت يې د کټ باڼ پرځای د پلاسيتکي توکو استعمال دی)).
۴۵ کلن مامورخان د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ هغه کلونه کلونه د کټ باڼ په وسيله د پېرل شوي کټ څخه ګټه اخيستې.
مامورخان وايي له کله راهيسې چې د کټ باڼ صنعت کمزوری شوی، په کور کې يې ورو ورو له کټ باڼ څخه استفاده هم کمېږي.
هغه زياتوي: ((زموږ په کور کې څو کاله مخکې چې کوم کټونه موجود وو، ټول مو کټ باڼ پېرلي وو. کټ باڼ ځکه ښه دی چې يو خو يې مقاومت ډېر دی او بل بيه يې ډېره لږه ده او هر څوک يې اخيستلی شي.))
د خوست د سوداګرۍ او صنايع امريت چارواکي وايي، دولت د دې لاسي صنايع د انکشاف او پرمختګ اړين پروګرامونه په پام کې لري.
د دغه امريت مشر رحيم الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل دوی پوره هڅه کوي چې د کټ باڼ تر څنګ د دغه ولايت ټولو لاسي صنايع لپاره په ملي او نړيواله کچه مناسب مارکېټ پيدا کړي.
ده زياته کړه: ((همدا نن هم موږ په کابل کې د لاسي صنايع په اړه يو ملي کنفرانس لرو چې د خوست استازي هم په کې شتون لري، څو خپلې ستونزې له دولت سره شريکې کړي او انشاالله زه هيله مند يم چې دې برخه کې به پرمختګ رامنځته کيږي)).
د مزري په نوم ياد غرنۍ بوټی چې نه يواځې ترې کټ باڼ جوړېږي، بلکې نور کورني توکي، لکه د ډوډۍ خوړلو شکور، د کټ او ناستې پوزي، د غلې دانې د ذخېره کولو لپاره تراټې، جاروګانې، مُصلئ (جاینماز)، مزرينې څپلۍ او لاسي بابوزی (باد پکی) ترې جوړيږي او يا جوړيدل اوس له دې امله د ورک کېدو په حال کې دی چې خلک ترې د سون توکو په توګه ګټه اخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










