منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د واورې ورښت له امله د سالنګ لويه لار د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۹ کتنې

چاريکار(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٧): د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د واورې د پرله پسې ورښت له امله د سالنګ لويه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. 

د سالنګ ولسوال صابر احمدي د ليندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په سالنګ کې سخته واوره ورېږي او توفان هم دوام لري.

هغه وايي چې د ترافيکو پېښو د مخنيوي په موخه له چهارشنبې ورځې راهيسې د سالنګ لويه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې تر اوسه له ٦٠ سانتي متره ډېره واره شوې ده.

ده له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال ځانونه په ژمنيو وسايلو سمبال کړي.

د سالنګ لويه لار پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې