منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اصناف او کسبګر: د جلال اباد ښار هټۍ وال به نور پر کلدارو راکړه ورکړه نه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار ولايت د اصنافو او کسبګرو اتحاديه وايي، پرېکړه يې کړې چې سر له سبا به د جلال اباد ښار هېڅ دوکاندار د راکړې ورکړې پر مهال کلدارې نه اخلي.

دوی وايي، د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت کموالي دلته د سوداګرو بودجې ته ۴۰ سلنه زيان اړولی نو ځکه يې د خپلو شتمنیو د خونديتوب په موخه دغه پرېکړه وکړه.

د کسبګرو او اصنافو اتحاديه وايي، دا پرېکړه يې هم کړې، که هر دوکاندار له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، د قانوني چلند په موخه به يې دولتي ارګانونو ته سپاري.

کسبګرو او اصنافو د لېندۍ په ۱۰مه جلال اباد ښار کې د يو خبري کنفرانس پر مهال له رسنيو سره په دې اړه معلومات شريک کړل او د حکومت د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

د دې اتحاديې مشر عزيزالرحمن عرب وويل، وروسته له هغه چې کلدارو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت په بې ساري کچه له لاسه ورکړ، د دغه ولايت سوداګرو په خپله بودجه کې ۴۰ سلنه زيان ليدلی دی.

نوموړی وايي: ((سوداګر بهرنيو هېوادونو کې مالونه په ډالرو اخلي، دلته خرڅلاو په کلدارو دی، کله چې د کلدارو ارزښت کمېږي، سوداګر ورسره سم زيان ويني. د حل لاره يې همدا ده چې موږ راکړه ورکړه په افغانيو وکړو.))

هغه زياته کړه، د همدې ستونزې له امله د جلال اباد ښار اصنافو او سوداګرو په يوه خوله پرېکړه وکړه چې سر له سبا يکشنبې د ښار هېڅ دوکاندار په راکړه ورکړه کې کلدارې نه اخلي.

د عرب په وينا، که هر دوکاندار او کسبګر له دې پرېکړې سرغړونه کوي، نو اتحاديه به يې د سرغړوونکي په توګه دولتي ارګانونو ته د قانوني چلند په توګه ور وپېژني.

خو هغه اندېښنه وښوده چې جلال اباد ښار کې د کلدارو زيات موجوديت او د افغانيو کمښت به د دې پرېکړې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

د دې اتحاديې اړوند د خوراکي توکو د پلورونکو د صنف کلانتر حاجي بازمحمد غوښتنه وکړه، حکومت دې د کلدارو د مخنيوي او افغانيو د چلند په برخه کې د دوی ملا ور وتړي.

هغه وويل، که په بازار کې افغانۍ زياته نه شي، نو د کلدارو پر وړاندې يې چلند ته زمينه برابرول ستونزمن کار دی او ښايي د دوی دغه اقدام بريالی نه شي.

عام خلک او کتونکي بيا پر دې باور دي چې د نرخونو ناثابتوالی به هغه څه وي چې د افغانيو د چلند په اړه د اصنافو او کسبګرو دغه پرېکړه به وننګوي، خو سوداګر وايي، دې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اصنافو او سوداګرو اتحاديې مشر وويل، له ښاروالۍ سره به په ګډه د ټولو توکو نرخونه وټاکي او که هر دوکاندار له دغو نرخونو سرغړونه کوي، له هغوی سره به هم قانوني چلند وشي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی هم وايي، د کلدارو پر وړاندې کمپاين د دوی له مهمو کاري لومړيتوبونو دی خو وايي، تر هغه وخته چې دوکانداران او عام خلک يې ملاتړ ونه کړي نو دغه کمپاين نه شي عملي کېدلی.

هغه وويل، اوس چې سوداګرو او دوکاندرانو خپله دغه پرېکړه کړې نو د تطبيق په موخه به يې ولايتي اداره د هرې ستونزې لپاره اقدام کوي.

د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو اتحاديې د معلوماتو له مخې، له دې ټولنې سره ۹۶ د کسبګرو او دوکاندارانو صنفونه راجستر دي چې د دوکانونو شمېر يې ۱۶۰۰ ته رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد