منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تېلو بیه څلور او د مایع ګازو بیه اته سلنه کمه شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ لیندۍ ٩٧): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د روسۍ طلا، وریجو او قزاقي اوړو د بیو پر کمېدو سربېره تېل له څلور سلنې ډېر او مایع ګاز نږدې اته سلنه ارزانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې د شپږمې نېټې د راپورونو پر بنسټ، د امریکا او بریتانیا په بازارونو کې د یو بېلر خامو تېلو بیه د روان کال له اکتوبر میاشتې د نومبر تر ۲۷ مې د دېرش سلنه راکمېدو له ۷۹،۲ ډالرو څخه ۵۵،۷۵ ته راټيټه شوې وه، خو په کابل کې بیا په داسې حال کې د تېلو بیو تغيیر نه و کړی چې د ډالر پر مقابل کې افغانۍ هم د پام وړ بدلون نه درلود.

د کابل د وزیر اباد د تېلو د ټانک کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو کمښت په کابل کې د تیلو پر بیو اغېز کړی او ښايي په راتلونکو ورځو کې یې بیې ډېر کمې شي.

هغه زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر ډېزلو بیه له ۵۶ افغانۍ څخه ۵۳ ته او د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۷ افغانیو څخه ۵۵ افغانۍ ته را ټيټه شوې ده.

د مایع ګاز بیه هم را کمه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې اونۍ په پرتله د یوې کیلو مایع ګاز بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۶۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

هغه له جزئیاتو پرته وویل، د مایع ګاز بیه په ازبکستان کې د هغه د بیو په راکمېدو وروسته په کابل کې هم د ګازو بیې را کمې شوې دي.

خو د لرګیو په بیو کې تغيیر نه دی راغلی.

د کابل ښار د شهید څلور لارې د یوه لرګي پلورونکي خان محمد په خبره، نن د تېرې شنبې په ډول یو خروار بې پوسته بلوط په ۷۱۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه په ۷۰۰۰ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د منډيي چای پلورونکی نوراحمد خیر خواه وايي، نن د تېرې شنبې په ډول یو کیلو ګرام شین اندونېزیايي چاي په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

خو د قزاقي اوړو او وریجو بیې راکمې شوې دي.

خو د کابل ښار د خوراکي توکو دسوداګرو د اتحادیې رییس فضل الرحمن وویل، نن په عمده ډول د تېرو ٧ ورځو په پرتله د پنځو کیلو ګرامه اوړو بیه له ۱۳۴۰ افغانیو څخه ۱۳۲۰ افغانیو ته او د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۰۲۰ افغانیو څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو ٧ ورځو په شان په عمده ډول د ۴۹ کیلو ګرامه باکستانۍ بورې بیه ۱۷۸۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره  خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت د تاریخ تر ټولو ټيټې کچې ته را رسېدلی. راپورونه ښيي چې اوس یو امریکايي ډالر په ۱۴۲ کلدارې بدلېږي.

دغه راز د پاکستانیو کلدارو ارزښت د افغانۍ پر وړاندې هم راکم شوی دی.

په کابل کې د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن وايي، نن د یو امریکايي ډالر بیه ۷۵.۹۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۱ افغانۍ بدلېږي.

د لیندۍ پر ۳ مه د یو امریکايي ډالر ارزښت ۷۶ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۷ افغانۍ بدلېدلې.

د کابل ښار د خوراکي توکو د اتحادیې رییس په دې اړه دا چې خوارکي توکي له پاکستان څخه واردېږي، نو د کلدارو د ارزښت په راکمېدو یې ولې بیې نه دي راکمې شوې، وویل: ((تر اوسه لږ را کمې شوې، خو که د کلدارو ارزښت بېرته لوړ نه شي، د روانې اونۍ تر پایه به له پاکستانه واردېدونکي خوراکي توکي د پام وړ ارزانه شي.))

د ځینو موادو پرچون بيې د هغه له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځينو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمې د خوراکي توکو پلورونکی احمد ولي پنجشېري وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره ۱۸۰۰ افغانۍ، پنځوس کیلو ګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ دی.

د روسۍ طلا بیه هم راټیټه شوې ده.

د کابل ښار په تېمور شاهي څلور لاري کې یو زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام روسۍ طلا بیه له ۱۹۵۰ افغانۍ څخه ۱۹۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو ٧ ورځو په شان یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۲۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد