کندهار (پژواک، ١٢ لېندۍ ۹۷): د کندهار سوداګر او صنعتکاران وايي، په داسې حال کې چې د صنعت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي حکومت د دې پر ځای چې اسانتیاوې ورته جوړې کړي، دوی ته یې ستونزې ډېرې کړې دي.
هغوی وايي، حکومت پر نږدې ۸۰۰ قلمه خامو توکو له ۱۵ تر ۲۰ سلنه مالیه اخلي چې دغه چاره د کورنیو تولیداتو بیه لوړوي او بازار له لاسه ورکوي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم ولسشمر امر کړی چې له بهر څخه د خامو توکو پر راواردولو دې مالیه کمه شي خو دغه حکم عملي شوی نه دی.
دی زیاتوي، اوس هم د هېواد پر بندرونو د خامو توکو پر را ورادولو له ۱۵ تر ۲۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دا ډېر لوړه مالیه ده.
ده وویل: ((مخکې پر خامو توکو ۵ سلنه مالیه اخیستل کېده خو اوس پر ځینو توکو ۱۷ او پر ځینو ۲۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دغه خام مواد شاوخوا ۸۰۰ قلمه کېږي چې په فابریکو کې د بېلابېلو توکو د تولیدولو په پروسس کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.))
ده پر حکومت نیوکه وکړه چې نه پوهېږي، هغوی سوداګرو او صنعتکارانو ته اسانتیاوې جوړوي او که ستونزې ورته ډېروي؟
دی وايي، د دې تر څنګ بله ستونزه دا ده چې په هېواد کې دننه ګڼ توکي تولېدېږي خو بیا هم له بهرنیو هېوادونو هماغه توکي را واردېږي چې د کورني تولیداتو بازار یې خراب کړی دی.
نوموړي د بېلګې په توګه په کور دننه د تعمیراتي پایپونو د تولید یادونه وکړه چې تر څنګ یې له ایرانه هم راواردېږي، دغه راز ده وویل چې د هېواد په کچه د کارتن جوړولو ۲۳ فابریکې شته خو بیا هم کارتن له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
ده دا حکومت مسوولیت وګاڼه چې هم صنعتکارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هم د هغو توکو د واردولو مخینوی وکړي چې په کور دننه تولېدېږي او اړتیا یې پوره کړې وي.
زهیر د صنعت تر څنګ د کرنې او مېوو د صادراتو په برخه کې هم د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې د لوې مالیې له امله پخوا له هند، پاکستان او ایران څخه وارد شوي تراکتورونه په ۸ سوه زره افغانۍ تمامېدل خو اوس د لوړې مالیې له امله د یوه تراکتور بیه ۱۳ سوه زره ته لوړه شوې ده.
دغه راز د صادراتو برخه کې ده یادونه وکړه چې غوښتل یې د اسلام کلا له لارې ۲۰ ټنه انار جرمني ته صادر کړي خو په یاد شوي بندر کې د حکومت د کاغذي کارونو له امله ۱۴ ورځې بند پاتې وو چې بالاخره خراب شول او جرمني ته له لېږلو پاتې شول.
دی وايي، تر هغه چې حکومت اسانتیاوې ډېرې کړې نه وي، صنعت، کرنه او تجارت وده نه شي کولای.
د ده په وینا، پیسې د مالیې په ډېرولو نه، بلکې د تجارت په ډېرولو ډېرېږي، لوړې مالیې خلک اړ کړي چې په کال کې یو ځل توکي وارد کړي.
کندهار کې د مالي متشبیثینو د ټولو مشر حاجي رحم الدین اغا هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ انپه کندهار صنعتي پارک کې د صنعتکارانو لپاره هم هیڅ اسانتیاوې نشته.
ده پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا د برېښنا د کمښت له امله ګڼې فابریکې تړلې دي، له بلې خوا په صنعتي پارک کې د کلونو په تېرېدو هم هیڅ اسانتیاوې لکه سړک، د اوبو سیسټیم، روغتیايي مرکز، اطفایه او نور جوړ نه شول.
دی وايي، حکومت باید د صنعتکارانو دغو ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني هم د ورته ستونزو یادونه کوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.
نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.
دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
خو دی زياتوي، چې له دې سربېره صنعت له ستونزو سره مخامخ دی، دولت هم توجه نه کوي او افغانستان په یوه مصرفي هېواد بدل شوی دی.
دی هم وايي، چې پر سلګونو اقلامو خامو توکو له ۱۵ ته ۲۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دغې چارې صنعت او صنعتکارانو ته زیان اړولی دی.
نوموړی دغو ستونزو ته د حکومت پاملرنه غواړي او وايي که حکومت دغو ستونزو ته پام و نه کړي نو صنعت وده نه شي کولای.
په دې اړه مو وغوښتل چې د کندهار د ګمرک ریاست نظر هم واخلو خو هغوی ویل چې د دغسې مسایلو په اړه باید له مالیې وزارت سره خبرې وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










