منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له چین سره د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ لیندۍ ٩٧): د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، له چین سره یې د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې له ګډې سوداګریزې همکارۍ، د صنایعو پراختیا او له کوچنیو او متوسطو تشبثاتو څخه ملاتړ ډېر شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي د چین د بازار د تنظیم د دولتي ادارې، سوداګرۍ او صنایعو وزیر ژانګ ماو سره د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، د دغه هوکړه لیک د لاسلیک موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا ده.

هغې زياته کړه، د دغه هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به ګډې سوداګریزې همکارۍ، د صنایعو پراختیا او له کوچنیو او متوسطو تشبثاتو ملاتړ زیات شي.

د چین سوداګرۍ، صنایعو او د هېواد د بازار د تنظیم دولتي ادراې وزیر وویل: ((زه ډېر خوشحاله یم چې افغانستان ته راغلی یم، افغانستان او چین پخوانۍ اړیکې لري، موږ نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیالې سره ډېره ښه کتنه درلوده.))

نوموړي زیاته کړه، چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوال دی.

هغه وویل: ((زه فکر کوم چې موږ کولای شو خپلې اړیکې زیاتې کړو، چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو اوسېدونکي (افغانان او چینایان) ترې ګټه واخلي.))

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقمندي د معلوماتو له مخې، د افغانستان او چین تر منځ کلنۍ سوداګریزې اړیکې تر ۱.۱ میلیارد ډالرو رسېږي چې زیاتره یې واردات جوړوي.      

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد