ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: قریشي په پولي ضمانت خوشې شوی

عطامحمد نور: قریشي په پولي ضمانت خوشې شوی

author avatar
5 Dec 2018 - 17:32
عطامحمد نور: قریشي په پولي ضمانت خوشې شوی
author avatar
5 Dec 2018 - 17:32

مزار شریف (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۷): د جمعیت ګوند اجرايیوي رییس او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وایي چې د سرحدي پولیسو ريیس ارکان جنرال حسیب الله قریشي په پولي ضمانت خوشې شوی دی.

حسیب الله قریشي پنځلس ورځې وړاندې د ولسمشر د حکم پر اساس شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نظامي څارنوالۍ له خوا تر نظارت لاندې نیول شوی و، چې وروسته بیا د څېړنو په موخه کابل ته انتقال شو.

شاهین قول اردو د قریشي د نظارت پر مهال پژواک خبري اژانس ته ویلي و، چې نوموړی یې له دولتي امکاناتو په ناسمې استفادې او د ولسمشر د حکم پر اساس نیولی دی. پر قریشي تور و چې دولتي موټرو څخه یې شخصي استفاده کوله او همداراز د مالي فساد تورونه هم پرې لګېدلي و.

نن (چهارشنبه، د لیندۍ د میاشتې ۱۴مه) د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په خپره شوې ویډیو کې ویلي چې قریشي د پولي ضمانت له مخې خوشې شوی دی.

نور په داسې حال کې چې حسیب الله قریشي، د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر او څو نور چارواکي هم ورسره ناست دي، له حکومتي چارواکو یې مننه وکړه چې قریشی یې خوشې کړ.

هغه زیاته کړه، د قریشي د نیولو پر مهال یې د امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر ريیس له لارې جمهور ريیس سره هم خبرې کړي او د قریشي د خلاصېدو غوښتنه یې کوله.

د جمعیت ګوند اجرايیوي رییس وویل: ((زموږ د هڅو له امله، خبره تر دې راغله چې حکومت د هغه ټانک او رینجر په اخیستو چې ما سره خدمتي وو او همداراز په ضمانت کې د قریشي د پاسپورټ او پیسو ایښودو سره هغه خوشې کړ.))

نوموړي دا هم وویل چې قریشي مشهود جرم نه لري او تور یې پورې کړ چې د شاهین قول اردو قوماندان دغې موضوع پسې اخته وو. 

هغه وویل: ((ممکن شاهین قول اردو قوماندان د شخصي عقدې او یا هم نورو دلایلو له امله د قریشي د تعقیب لېواله وو.))

عطامحمد نور زیاتوي، د قریشي تر خوشې کېدو پورې له لوړرتبه دولتي مسوولینو سره په تماس کې وو. قریشي په ابرومندانه ډول راخلاص شو، خو دا یې نه دي ویلي چې دوسیه یې تړل شوې او که نه.

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د دغې قوماندانۍ د قوماندان په تړاو د عطامحمد نور څرګندونې بې بنسټه بولي.

د قول اردو ویاند حنیف رضایي پژواک ته وویل چې قریشي د ولسمشر د حکم پر اساس تر نظارت لاندې نیول شوی وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.