منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۱۰°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار معلولین: حقوق او امتیازات مو په ځنډ راکول کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۷): د کندهار معلولین شکایت کوي چې حقوق او امتیازات یې پر وخت نه ورکول کېږي او ان پر دولت یې د کلونو حسابونه پاتې دي.

له همدې امله نن د لیندۍ په ۱۷مه لسګونه معلولین د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

د قدرت الله په نوم یوه معلول چې د ماین چاودنې ورڅخه دواړې پښې اخیستې، پژواک اژانس ته وویل، دولت معلولینو ته میاشتني امتیازات ټاکلي خو پر وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي، ان داسې معلولین شته چې د یوه کال یا دوو کلونو مخکې حقوق یې هم نه دي اخیستي.

د ده په خبره، د خپل دغه حق تر لاسه کولو لپاره نن د ولایت مخې ته د اعتراض په توګه راغلی څو مسوولین یې غږ واوري.

د محمد په نوم بل معلول پژواک اژانس ته وویل، د ټاکل شوي میاشتني معاش ځنډ او د سرپناه نشتوالى د معلولينو جدي ستونزه ده.

هغه زیاتوي، ګڼ شمېر معلولين په خرابو او داسې کرايي کورونو کې اوسيږي چې ژوند کول په کې ستونزمن دي.

دى وايي، له یوې خوا معلولين د خپل معلوليت له امله د دې جوګه نه دي چې په اسانۍ کار ورته وموندل شي او خپلې ستونزې حل کړاى شي او له بلې خوا دولت هم پاملرنه نه ورته کوي.

ده ګیله وکړه چې په دغسې حالت کې یې حقوق هم میاشتې او ان کلونه ځنډول کېږي چې دوی یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

دی هم له چارواکو غوښتنه کوي چې د دوی حقوق دې پر وخت ورکړای شي.

په کندهار کې د معلولينو د ټولنې مرستيال فيض الله عمر يار هم وايي چې حکومت د دوى په ستونزو ځان نه خبروي او ان له معلولينو سره د سرپناه د زرو نومرو د وېش فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

دى زياتوي، د معلولينو په استازيتوب د دې او نورو ستونزو د حل په موخه په وار وار اړوندو ادارو ته ورغلى، خو مسوول کسان ورسره نمايشي ناستې او ژمنې کوي، خو عملي اقدام نه دى شوى.

د ده په خبره، له هغه وخت راهيسې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار معلولينو ته د زرو نومرو د وېش فرمان ورکړ شاوخوا اته کلونه کېږي، په دې موده کې هيچا هم هيڅ و نه کړل په کار ده اوسني چارواکي په دې اړه اقدام وکړي.

نوموړي د زرګونو معلولینو د میاشتنیو امتیازاتو د ځنډ موضوع پر خپل حال پاتې وبلله او ویې ویل چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ورسره ژمنه کړې چې تر راتلونکو څو ورځو به معلولینو ته خپل حقوق ورکړای شي.

د کندهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رییس حميد الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، د معلولینو دغه ستونزه یې څه موده مخکې ان له ولسمشر سره شریکه کړې او هغه حکم ورکړی چې د معلولینو ځنډول شوي امتیازات دې ورکړل شي.

ده زیاته کړه، وزارت تېره اوونۍ د۳۸۰۰ تنو معلولینو معاشات بانک ته لېږلي او بانک حواله کړي چې تر راتلونکو دوو ورځو به ورته اجرا شي.

نوموړي یادونه وکړه، دا چې مرکزي اداره په پام کې لري چې د لا ښه شفافیت په موخه ټول معلولین بایومټریک کړي نو ځکه دغه معاشونه ځنډېدلي وو.

ده خبر ورکړ چې دغې پروسې ته چمتووالی بشپړ شو او په لنډو ورځو کې به د ټولو معلولینو د بایومټریک لړۍ پیل شي چې له دې سره به د هغوی د معاشاتو د ځنډ ستونزه هم هواره شي.

مبارز د دې تر څنګ وايي، په ١٣٨٨ لمريز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان ورکړ چې له مخې به يې په کندهار کې معلولينو ته ١٠٠٠ د استوګنې نومرې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، په فرمان کې په واضحو ټکو ليکل شوي وو چې معلولينو ته د کندهار ښار اړوند په دوو سيمو (د کندهار هوايي ډګر ته مخامخ او د زون قوماندانۍ ختيځ لور) کې به زر نومرې ځمکه وېشل کېږي.

خو دى وايي چې نه هغه مهال دا فرمان عملي شو او نه يې اوس د عملي کېدو لپاره کوم اقدام شوى، بلکې په دغو سيمو کې ډېرې ځمکې قبضه شوې هم دي.

نوموړى يادونه کوي، که په دې اړه اوس اقدام وشي، ځمکې له قبضې خلاصې شي او پر معلولينو ووېشل شي نو تر ډېره بريده به د هغوى د سر پناه ستونزه هواره شي، ځکه ډېرى معلولين په ډېر بد حالت کې د ژوند سختې ورځې او شپې تېروي.

په کندهار کې دا مهال له اړوند ریاست سره ۱۶۸۰۰ معلولین او د شهیدانو ورثه ثبت دي چې دولت ورته د هغوی معلولیت ته په کتو له کال ۶۰ زره او ۳۰ زره افغانۍ معاش ټاکلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه