منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د سرو زرو بیه لوړه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۷): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې ورځې په نسبت، د سرو زرو بیه لوړه شوې خو د لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د تیمورشاهي واټ په سيمه کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، ۷۵۰ عیاره یو ګرام عربي سره زر له ۲۴۰۰ افغانیو څخه ۲۴۵۰ افغانیو او یو ګرام روسي سره زر له ۱۹۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيې لوړېدل په نړیوالو بازارونو کې د نرخ له بدلون سره تړاو لري.

خو د بورې بیه لږ  راټیټه شوې ده.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده بیه له ۱۷۸۰ افغانیو څخه ۱۷۶۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر، د پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه ۱۳۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو لومړۍ درجه پاکستانۍ سیله وریجې، ۲۰۰۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۰۰ افغانۍ ده.

همداراز د کابل ښار منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د چای نرخونو کې بدلون نه دی راغلی یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۲۸۰ افغانیو او یو کیلو افریقایي تور چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.

 د ځینو موادو پرچون او عمده نرخونه په ځینو مواردو کې لږ او ډېر توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشيري وويل چې نن په پرچون ډول یوه بورۍ ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانیو، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۴۰۰ افغانیو، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۰۰ افغانيو، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یک کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلوري.

د سون توکو بيې له بدلون پرته پرخپل ځای  دي.

 د کابل ښارد  وزیراباد تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر، یو لېتر ډېزل په ۵۳ افغانیو او یو لېتر پټرول په ۵۵ افغانیو پلورل کېږي.

د کابل ښار د تایمني څلورم سړک کې ګازپلورونکي احمدجاوېد هم وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۶۰ افغانیو پلوري.

د کابل ښار په شهید څلورلارې کې د لرګیو پلورونکي خان محمد  وویل چې د لرګیو بيه کې بدلون نه دی راغلی نن یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۷۱۰۰ افغانیو او یو خروار سره ارچه لرګي په ۷۰۰۰ افغانیو پلوري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي خاوند حاجي میرحسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکايي ډالر  په ٧٥.٨٥ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۳ افغانیو بدلېدې .

د ليندۍ په ۱۰مه، د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت  ٧٥.٩٥  افغانۍ  او د زر پاکستاني کلدارو  ۵۱۴ افغانۍ و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد