خوست ښار (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۷): خوست کې يو شمېر صنعتکاران او د فابريکو خاوندان وايي چې د ځمکې د نشتوالي له امله يې د کار ساحه تنګه شوې او نږدې ده چې ډېرې فابريکې خپل فعاليت په ټپه ودروي.
د شمېرو له مخې، دا مهال په دې ولايت کې ۲۳۰ لويې او وړې فابريکې فعاليت کوي، چې بېلابېل توکي توليدوي، خو زياتره يې د مناسب ځای د نه شتون له امله د استوګنې په کورونو کې خپل فعاليت مخ ته وړي.
د دغو فابريکو له ډلې يوه هم د دې ولايت د دوه منده ولسوالۍ په بازار کې د رخت جوړونې کوچنۍ فابريکه ده چې د کرايې په يو څو دوکانونو کې يې د رخت جوړونې ماشينونه نصب کړي دي.
د رخت جوړونې په دې فابريکه کې څادر، د غاړې دستمالونه، ټيکري، دسترخوان او نور بېلابېل توکي جوړيږي.
د فابريکې مسوول احسان الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوست پر مارکېټ سربېره خپل توليدات پکتيا، پکتيکا، لوګر او د غزني په ګډون د څو نورو ولايتونو مارکېټونو ته هم عرضه کوي.
هغه وايي، لویه ستونزه چې د دوی د کاروبار د پراختيا مخه يې نيولې، د مناسب ځای او په هېواد دننه د خامو موادو نشتوالی دی.
دی زياتوي: ((په اوس وخت کې موږ ډېر ضرورت چې لرو، هغه برېښنا او ځای ته دى او همدا ډول په کور دننه د خامو موادو نه شتون بله ستونزه ده چې موږ ورسره مخامخ يو. اوس موږ خام مواد له بهر نه راوړو چې کله په وخت راورسيږي او کله نه.))
محمد کريم يو بل صنعتکار دی چې د خوست په ښار کې د فرنيچر جوړولو فابريکه لري.
هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې دولت دوی سره څو څو ځله ژمنه کړې چې د صنعتکارانو لپاره به په دې ولايت کې صنعتي پارک فعالوي، خو تردې دمه يې عملي بڼه نه ده خپله کړې.
نوموړی زياتوي، که چېرې دا حالت همداسې دوام پيدا کړي، ښايي ډېرې فابريکي چې په نشتو امکاناتو ډېر توليد کوي، په ټپه ودريږي چې له دې سره به د هېواد ملي اقتصاد ته لويه ضربه ورسيږي.
هغه زياته کړه: ((زما د فابريکې ځای ډېر کوچنى دی، همدلته فرنيچر جوړوم او هم يې خرڅوم، کرايه يې بېخي ډېره ده. که چېرته دولت ماته سم ځای راکړي، زما په کاروبار ډېر مثبت اغېز کوي.))
دولت پلان لري چې د دې ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې پر شاوخوا ۲۰۰ جريبه دولتي ځمکه صنعتي پارک جوړ کړي، خو د صنعتکارانو په وينا چې دولت تراوسه په دې کار کې پاتې راغلی دى.
د ولايتي چارواکو په وينا، په لومړي سر کې د صنعتي پارک لپاره ۳۰۰ جريبه ځمکه په نظر کې نيول شوې وه، خو دا چې د سيمې خلکو پرې د استوګنې کورونه جوړ کړي، اوس يې اندازه شاوخوا ۲۰۰ جريبو ته راښکته شوې ده.
د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک اژانس ته وويل چې د صنعتي پارک د جوړېدو په مخ کې هيڅ ډول ستونزه نه ده موجوده او دوی يواځې صنعتکارانو ته په تمه دي، څو د ځمکې د وېش لپاره خپل غوښتنليکونه ور وسپاري.
دی وايي: ((په دې ځمکه باندې ستونزه هواره شوې ده او موږ له صنعتکارانو څخه غواړو چې د اسنادو هغه پروسه طى مراحل کړي چې ژر تر ژر ځمکې ورته ووېشو.))
په همدې حال کې د چارو شنونکي بيا په دې باور دي چې که دولت صنعتکارانو ته ټول اړين سهولتونه برابر او پام کې ونيسي، له يوې خوا به پانګونه ډېره شي، ورسره به د هېواد ملي اقتصاد ته هم ګټه ورسيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










