خوست ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۷): د خوست ولايت مقام د خپلې اداري غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې سر له ننه به ټوله راکړه ورکړه پر افغانيو ترسره کېږي.
په همدې حال کې نن په خوست ښار کې لسګونو ځوانانو د افغانيو د ترويج په اړه سوله ييز لاريون هم ترسره کړ او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې راکړه ورکړه په خپله ملي پيسو وکړي.
هغوی د ښار په بېلابېلو کوڅو او سړکونو کې پلي وګرځېدل، د پاکستانۍ کلدارې د بندېدو او د افغانيو د ترويج په اړه يې شعارونه ورکول.
د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی نن له بېلابېلو دولتي ادارو سره په غونډه کې د افغانيو د ترويج په اړه بحث او خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه چې سر له نن څخه به هر ډول راکړه ورکړه په افغانيو وي.
منګل زياته کړه که کوم چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه، نو له قانوني سزا سره به مخ شي.
دى وايي: ((موږ پلان لرو چې د افغانۍ د ترويج لپاره بېلابېل پروګرامونه او برنامې ترتيب کړو او په همدې باب مو جوړ شوي کمېسيون ته هم دنده وسپارله، څو هغه طرحه چې دوی جوړه کړې ده، عملي کړي.))
د ايوب په نوم د لاريون يوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون يې د عامه پوهاوي او خلکو ته د ذهنيت ورکولو په موخه ترسره کړ، څو نور د پردۍ کرنسۍ پر ځای خپله ملي کرنسي وکاروي.
دی وايي: ((نن موږ ځوانان په جوش راوتلي يو او خلکو ته دا ذهنيت ورکوو چې په راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي او له ټول خوستي ولس څخه مو هيله ده چې موږ سره دا غږ بدرګه کړي.))
د لاريون بل ګډونوال حميدالله روښان پژواک اژانس ته وويل چې نور په هېڅ صورت سره اجازه نه ورکوي چې په دغه ولايت کې د راکړې ورکړې په وخت کې دې کلدراه وکارول شي.
نوموړي په دې برخه کې له دولتي چارواکو هم غوښتنه وکړه چې د افغانيو د ترويج په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او د پردۍ کرنسۍ د استمعال مخه ونيسي.
هغه زياتوي: ((موږ غواړو نوره په خوست ولايت کې کلداره بنده شي او خپله ملي کرنسي چې افغانۍ ده مروجه شي. دولت هم بايد له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي.))
مدني فعال محمد جلال حقيقت ځدراڼ بيا پژواک اژانس ته وويل چې په تېر کې هم په دغه ولايت کې د کلدارو د بندېدو او د افغانيو د ترويج په موخه پرېکړې او کمېسيونونه ټاکل شوي، خو کومه مثبت پايله يې نه ده ورکړه.
هغه وايي، دا چې د نورو بهرنيو اثارو پر وړاندې د کلدارې بيه تر بل هر وخت ټيټه شوې، نو هيله مند دی چې دغه ځل به تر يوه بريده د حکومت دا پرېکړه مثبته پايله ولري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










