کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت دويم سکرتر په يوه ترافيکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى دى.
په عشق اباد کې د افغانستان سفير ميرويس ناب د لېندۍ په ٢٥مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې دا پېښه نن سهار په ځايي وخت شپږ نيمې بجې رامنځته شوه.
هغه زياته کړې چې د افغانستان سفارت دويم سکرتر خواجه محمد سليم شريف زاده د دغه هېواد په مري ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړ شوى دى.
نوموړي د افغانستان د سفارت او د بهرنيو چارو وزارت په استازيتوب پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.
login or register a new account.