خوست ښار (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۷): خوست کې د ګازي بخارۍ د ګاز له امله ښځې او خاوند خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دغه پېښه تېره شپه د خوست ښار لويديځ لورته د دوولسوه فاميليو په يو کور کې رامنځته شوې ده.
د محمدالرحمن په نوم د سيمې يو تن اوسيدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې جوړې تېره دوشنبه نوې واده کړی و.
هغه زياته کړه چې د ښځې خاوند څه موده مخکې له لندن راغلی و.
په همدې حال کې د خوست ملکي روغتون ډاکټران پژواک اژانس ته د پېښې د تائيد په اړه وويل ، سږ کال په خپل ډول کې دا لومړی پېښه ده، چې په دې ولايت کې رامنځته کيږي.
هغوی د دا ډول پېښو د رامځته کيدو عمده لامل له ګازي بخارۍ سره د خلکو بي احتياطي بولي او له هغوی غواړي مخکې له دې چې د شپې ويده شي، ګازي بخاري دې بنده کړي.
د يادونې وړ ده چې په تېر کې هم په دې ولايت کې دا ډول پېښې شوې دي، چې يوه هم د ملي اردو په يو مرکز وه، چې له امله يې ۶ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










