ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا کانګرېس ځینو غړو له افغانستانه د سرتېرو پر ممکنه ایستلو اندېښنه ښودلې

د امریکا کانګرېس ځینو غړو له افغانستانه د سرتېرو پر ممکنه ایستلو اندېښنه ښودلې

author avatar
22 Dec 2018 - 11:35
د امریکا کانګرېس ځینو غړو له افغانستانه د سرتېرو پر ممکنه ایستلو اندېښنه ښودلې
author avatar
22 Dec 2018 - 11:35

واشنګټن (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): سپينې ماڼۍ له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په اړه له څه ويلو ډډه کوي، بلخوا امريکايي وکيلانو په دې اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي.

پرون ځينو امريکايي رسنيو د ولسمشر ټرمپ د نږدې سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې ممکن په نـږدې راتلونکي کې له افغانستانه ٧زره امريکايي سرتېري و ايستل شي، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ١٤زره امريکايي سرتېري مېشت دي.

په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت شورا وياند ګاريټ مرقيوس پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى اوسمهال په دې اړه څه نه شي ويلى.

هغه زياته کړه: ((موږ د افغانستان په اړه د راتلونکو پرمختګونو په اړه څه نه شو ويلى.))

بلخوا د امريکا د کانګرېس د وسله والو ځواکونو کمېسيون مشر ماک تروبوري د ټرمپ پر یادې ممکنه پرېکړې سختې نيوکې کړې دي.

نوموړي زياته کړې چې په دې اړه له خپرو شوو خبرونو سخت اندېښمن شوى دی.

دغه امريکايي وکيل ويلي: ((د نيمايي سرتېرو له ايستلو سره به هلته د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو ژوند له ګواښ او هغوى به د ځان ساتنه کې له ستونزو سره مخ شي.))

د هغه په وينا، که چېرې امريکا دغه کار وکړي، نو نور متحدين به هم د خپلو سرتېرو پر ايستلو غور کوي او دغه کار به د نا امنۍ لامل شي.

د امريکا د کانګرېس د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر وايي چې امريکايي او نړيوال ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره فعاليت کوي، که چېرې دوى ووځي، نو القاعده، داعش او نورې ترهګرۍ ډلې به يو ځل بيا پر امريکا او متحدينو بريدونه پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.