جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): د ننګرهار څلورو ولسواليو کې سږ کال له ۹۴زره مټريک ټنه ډېره ګوړه توليد شوې چې په دغه ولايت کې يې د پاکستانۍ ګوړې بازار خراب کړی دی.
کروندګر وايي، تر پخوا يې د توليداتو بازار هم ښه شوی، خو د دولت نه پاملرنه يې لا هم د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.
په ننګرهار کې تر ډېره د کامې ولسوالۍ ګوړه مشهوره ده او هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د ګنو، ګاڼۍ او ګوړې ليدو او خوراک لپاره ورځي.
د پژواک خبري ټيم هم دې ولسوالۍ ته ورغلی او د ګوړې د توليد په تړاو يې له کروندګرو سره خبرې اترې کړې دي.
کروندګر وايي، پخوا به ګني يوازې په ښارونو کې د ګنيو د شربت لپاره ترې پېرل کېدل چې نرخونه يې ارزان وو، خو په دې وروستيو کې يې خپله د ګوړې د توليد ګاڼۍ جوړې کړې چې د ګنیو د پلور په پرتله يې د ګوړې په پلور کې ګټه څو چنده زياته ده.
د ګوړې توليد اسانه کار نه دی، ډېرې ستړياوې لري، دروند کار دی او د ډېر وخت زحمت ته اړتيا لري چې لږ تر لږه درې منه ګوړه په يوه ساعت کې جوړېږي.
د کامې ولسوالۍ د پيرزو سيمې اوسېدونکی ولايت خان په خپله ځمکه کې سږ کال ګني کرلي او د ګوړې د توليد لپاره يې ګاڼۍ هم جوړه کړې ده.
دی وايي، له ګڼيو، تر رېبلو او راټولولو وروسته، لومړی په ماشين کې اوبه اوځي، هغه په لويو کړايانو کې اچول کېږي، لاندې ترې اور بلېږي او لږ تر لږه په درېيو ساعتونو کې له شپږ منه ګنيو درې منه ګوړه توليدېږي.
د نوموړي په خبره، د ګوړې تولید د دوی د ګټې وټې د زياتوالي سربېره نورو خلکو ته هم د کار زمينه برابره کړې او هره ګاڼۍ کې د لسو په شاوخوا کې کارګر د ګوړې په توليد بوخت دي.
د ګوړې د توليد تر څنګ د ګنيو کښت هم له ستونزو او کړاوونو ډک دی او ډېر مصرف ته اړتيا لري.
د دې ولسوالۍ د مستالي کلي اوسېدونکی نجيب الله چې پر خپله ځمکه کې يې ګني کرلي، وايي، پوره يو کال انتظار د ګنيو حاصل ورکوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، ګني د کال په وروستۍ مياشت کې کرل کېږي او د بل کال پر يوولسمه مياشت راټولېږي.
هغه پژواک ته وويل، د ګنيو د توليداتو د ډېروالي لپاره بايد حکومت له دوی سره د ګنيو د اصلاح شوو نوعو مرسته وکړي، وړيا سره او تر څنګ يې د ګنيو په فصل کې د کرل کېدونکو تخمونو په ورکړه کې هم همکاري وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې سږ کال د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې له ۹۴زره مټريک ټنو ډېره ګوړه توليد شوې ده.
د ياد رياست مرستيال عبدالوارث تاند پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د کامې، ښېوې، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو په ۱۶۵۰ هکټاره ځمکه کې سږ کال ګني کرل شوي دي.
دی وايي، له دغو ګڼیو شاوخوا ۹۴زره او ۲۵۶ مټريک ټُنه ګوړه توليد شوې چې پر ننګرهار سربېره د کونړ، لغمان، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم د پلور لپاره لېږل شوې ده.
دی زياتوي، ننګرهار کې ګوړې په توليد سره اوس دغلته د پاکستانۍ ګوړې بازار تقريباً وطنۍ ګوړې نيولی او خلک يې هم په ډېره مينه اخلي.
د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې يو دوکاندار چې ګوړه پلوري، وايي، پخوا پاکستانۍ کوړې ډېر بازار درلود؛ خو اوس هر څوک چې د ګوړې اخيستو لپاره ورځي، لومړی ترې د وطنۍ ګوړې پوښتنه کوي.
ده زياته کړه، ياده ګوړه ډېره ښه ذايقه لري او تر څنګ يې کوم چل او فريب هم په کې نه کېږي؛ نو ځکه يې مينه وال ډېر شوي دي.
د کرنې متخصصین وايي، پر ننګرهار سربېره ختيځ ولايتونه د ګنيو د کښت لپاره مناسبه هوا او ځمکې لري او يو وخت يې په زياته پيمانه توليد درلود.
د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عتيق الله عبيدياني پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت کروندګر له پخوا د ګنيو له کښت سره بلدتيا لري؛ خو اوس يوازې دې ته اړتيا موجود ده چې حکومت د ښو ګنيو د توليد په برخه کې هغوی سره کار وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه د ګوړې په ګاڼيو کې د کارګرو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د يادې اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل چې دغلته کاريګر د ډېر کم مزد په مقابل کې ډېر وخت او دروند کار کوي چې د کار د اصولو خلاف عمل دی.
د يادولو ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار کرنيزو حاصلاتو ښه نوم خپل کړی او د ګنيو سربېره د مالټو زيات توليد هم دغه ولايت ته يو ښه نوم په برخه کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










