ژبه

د چابهار بندر د اروزونې کمېټې لومړۍ غونډه وشوه

کابل ( پژواک، ٤ مرغومى ٩٧) : د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ د چابهار بندر د تړون د ارزونې د کمېټې لومړۍ غونډه وشوه.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لېندۍ په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه چې پرون د ايران د سيستان بلوچستان ايالت په چابهار ښار کې ترسره شوه، په کې د يادو هېوادونو د اړوندو ادارو او وزارتونو استازو ګډون کړی و.

سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د چابهار تړون په اړه د شوو پرېکړو او تړونونو په اړه ارزونې وشوې.

بلخوا ايراني رسنيو خبر ورکړى چې په دې غونډه کې د چابهار بندر اړوند پروژو، د سوداګرۍ د پراختيا او د دغه بندر له لارې د نورو هېوادونو د نښلولو په اړه خبرې وشوې.

د يادونې ده، د دغه بندر تړون په ١٣٩٥ لمريز کال کې د افغانستان  او  ايران د ولسمشر او د هندوستان د لومړي وزير ترمنځ لاسليک شو.

login or register a new account.