کابل (پژواک، ٨ جدى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کابل په نادرپښتون واټ ساحه کې دې د معیاري کمپلکس طرحه جوړه او چارې يې پيل کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني نن غرمه د کابل ښار د نادرپښتون واټ کې د اورلګېدنې له امله د سوداګریزو مارکېټونو له زیانمنو شویو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
سرچينې زياته کړې، په پیل کې محمد ابراهیم رسولي د زیانمنو هټیوالو په استازیتوب له ولسمشر څخه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د ملاتړ مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، په نادرپښتون مارکېټونو کې د ۷ مارکېټونو په ګډون د الکترونیکي وسایلو ۸۳۷ هټۍ سوځېدلي او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دى.
رسولي وړاندیز وکړ چې د دغو مارکېټونو د سوداګرو د زیان د جبرانولو په خاطر دې دغه دولتي جایداونه ۲۵ کاله له کرایې پرته هټۍ والو ته ورکړي او یا دې هغوی ته له ټکس پرته اوږدمهال پور ورکړل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني په نادرپښتون مارکېټونو کې د اورلګېدنې له امله اوښتي زیانونه خصوصي سکتور ته ستر زیان وباله او ويې ویل، خصوصي او دولتي سکتور دې په ګډه په هغه سیمه کې د الکترونیکي وسایلو معیاري کمپلکس جوړ کړي.
هغه د ځمکو او ښار جوړولو وزارت، کابل والي او د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د سیمې د ارزولو او د شتمنیو د تثبیت لپاره دې ټیم جوړ او د معیاري کمپلکس جوړولو طرحه دې ترتیب کړي.
ولسمشر وویل، په خصوصي او دولتي مشارکت کې د معیاري کمپلکس او نورو مسایلو لپاره د خصوصي سکتور او حکومت رول روښانه کېږي.
دغه راز اشرف غني د ځمکو او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د هټۍ والو بېړنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه دې له پیش ساخت قطعاتو څخه د استفادې امکانات وارزوي او په نادرپښتون واټ ساحه کې دې د معیاري کمپلکس طرحه او په سیمه کې د ودانیو د ارزولو کار ژر ترژره پیل کړي
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










