کابل (پژواک، ٨ مرغومی ٩٧): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، د سون لرګیو او روسۍ طلا بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۷ څخه ۵۴ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۵۵ څخه ۵۴ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.
د کابل ښار د شهید څلورلارې یوه لرګي پلورونکي خان محمد وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه له ۷۰۰۰ څخه ۶۹۰۰ افغانیو ته راکمه شوې او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۶۹۰۰ څخه ۶۷۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.
هغه زیاته کړه، د لرګیو بیه د تقاضا د کمېدو له امله ټيټه شوې؛ ځکه زیاتره کسان د هوا د سړېدو پر مهال د سون توکي اخلي.
خو د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په ډول یو کیلو مایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.
د خوراکي توکو بیې په پخواني حال پاتې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بيه ١٣٢٠ افغانۍ ده، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٧٢٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي ١٠٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ سېله وريجې په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو مواردو کې ډېر توپير لري.
د کابل د دهن باغ يوه خوراکه پلورونکي احمد ولي پنجشېري وويل، نن د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلوربيه ١٤٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٨٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١١٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سيله وريجې ٢٤٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.
خو د روسي سرو زرو بیې را ټیټې شوې دي.
د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د د يوه ګرام روسۍ طلا بيه له ٢۰۰۰ افغانۍ ۱۹۵۰ افغانۍ ته را ټیټه شوې ده خو نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ګرام ۷۵۰ عيار عربي سرو زرو بیه ۲۴۵۰ افغانۍ ده.
ده زیاته کړه، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو تغيیر په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړلې دي.
د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې نن یو امریکايي ډالر په ٧٥.٣٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۹ افغانیو پلورل کېږي.
د لېندۍ په لومړۍ نېټه د یو امریکايي ډالر بیه ٧٥.٨٥ افغانۍ وه او زره پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۰ افغانۍ پلورل کېدې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










