منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د جلال اباد ښار یوه مارکېټ کې اور لګېدلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

جلال اباد(پژواک،١٤ مرغومى ٩٧): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په يوه مارکېټ کې د لګېدلي اور د مړه کولو هڅې ګړندۍ شوي او هڅه کېږي چې نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيول شي.

د ننګرهار د اطفايې مدير د معلوماتو له مخې، اور سهار وختي د برېښنا د شارټۍ له امله د نور محمد په نوم  ديو تن مارکېټ کې چې په کې د سيمسارۍ او نور توکي پلورل کېږي، لګېدلی دى.

نوموړی وايي،اور د مارکېټ په شپږو پوړونو کې جريان لري او د اور وژنې ډله هڅه کوي چې نورو مارکېټونو ته د اور غځېدو مخنيوی وکړي .

که څه هم تر دې دمه د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو په مارکېټ کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت توکو شتون درلود.

سيمې ته د اطفايې مديريت اړوند د اور وژنې ډلې ترڅنګ، د ملي اردو د اور وژنې واسطې او د جلال اباد ښاروالۍ د اوبو ټانکرونه رسېدلي، ترڅو اور مړ کړي او نورو ځايونو ته يې د غځېدو مخه ونيسي؛ خو د مارکېټ پراختيا او د اور  د شدت له امله به ساعتونه نور وخت ونيسي ترڅو اور په بشپړ ډول مړ کړل شي.

بل لور ته امنيتي مسوولين سيمې ته رسېدلي او هټيوالو سره خوندي ځايونو ته د مالونو په لېږد کې همکاري کوي.

همدا راز د پېښې ځای ته څېرمه امنيتي مسوولين ولاړ دي د هټيو او د خلکو د توکو ساتنه کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي هم رسنيو ته ویلي چې اور د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوی او اور وژونکې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې