منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خوست یوه اوسېدونکي نږدې ۳ لسیزې مخکې د جګړو له امله ښار ته د نه تلو اعتصاب کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): په هېواد کې د روانو ناخوالو او جنګ جګړو په غبرګون کې يو ۷۵ کلن سپین ږیری په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته د اعتصاب په ډول خوست ښار ته نه دی تللی او وايي، څو پر سوله باوري شوی نه وي اعتصاب به یې دوام ولري.

دغه ۷۵ کلن کس چې شين نوروز نومېږي، د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګي سيمې اوسېدونکی دی، نوموړي په عربي هېوادونو کې ٢٠ کاله مسافري کړې او بيا هېواد ته ستون شوى او له تېرو څو لسيزو خوست ښار ته نه دى راغلى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښار ته د هغه د نه تلو اعتصاب هغه وخت پيل شو چې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته په هېواد کې د واک د ګدۍ پر سر داخلي جنګونه پيل شول.

شين نوروز وايي چې د سولې او ثبات په نه شتون کې ورته عصري ټکنالوجي او اوسني ښاري پرمختګونه هېڅ ارزښت نه لري او نه يې هم د ليدو ارمان په زړه کې لري.

دی زياتوي: ((له انقلاب را وروسته خوست ښار ته نه يم تللی، په هغه وخت کې چې ما ليدلی و، خوست ښار کې د ګوتو په شمېر له څو خټينو دوکانونو پرته نور هېڅ هم نه وو.))

د نوموړي په وينا، له دې لارې غواړي چې نړيوالو ته د سولې او امن پيغام ورسوي، څو هغوی ته دا وښيي چې افغانان سوله خوښوونکي خلک دي.

نوموړی زياتوي، تر هغه چې په هېواد کې جګړه نه وي ختمه شوې او ټول افغانان د سولې پر يوه ټغر نه وي راټول شوي، خپل دغه اعتصاب ته به تر مرګه دوام ورکړي.

شين نوروز وايي: ((که د قومونو ترمنځ اتحاد موجود وي، ورور وژنه نه وي، سوله او امنيت وي، ښار ته ځم، خو که خبره برعکس وه، هېڅکله به ښار ته ولاړ نه شم.))

ده د چنار هغه لويه ونه هم ور وښوده چې يو وخت يې تر سيوري لاندې د سيمې له نورو قومي سپين ږېرو سره يو ځای د افغانستان له پخواني پاچا عليحضرت محمد ظاهر شاه سره ليده کاته کړي وو.

دی وايي: ((دغه ځای کې ظاهرشاه موږ سره يو ځای چای وڅښه، نور مشران هم وو، چې هغه اوس ټول مړه دي، يو هم نشته او ظاهر شاه هم مړ دی. موږ ورته د اوبو د نه شتون ستونزه ياده کړه چې بل ځای پيسې ګټو او دلته يې مصرفوو، هغه و چې ظاهر شاه زموږ دا غوښتنه ومنله او د اوبو ستونزه يې را حل کړه.))

نوموړی د خپل زړه دغه نيمګړی ارمان چې د ۴۰ کلنې جګړې پای او د امن او ثبات راتلل دي، د دولت په وسله والو مخالفينو او افغان دولت پورې تړلی بولي.

هغه پر دغه باور دی چې جګړه له تباهۍ پرته بله هېڅ ګټه نه لري او د جګړې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((طالبان او حکومت دې سوله وکړي چې وطن مو جوړ شي او همدا ډول چې ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې ورکې شي. وطن کې مو وينې بهېږي، هره ورځ لسګونه هېوادوال وژل کېږي. دا ښه ده چې سوله وشي؛ ځکه موږ پرې خوشحالېږو.))

د شين نوروز دغه اوږدمهاله اعتصاب د افغان سولې په تړاو له روانو مذاکراتو سره مستقياً اړيکې لري، ښايي د ژوند د مزل دغه دريځ يې لنډ او يا هم لا پسې وغځېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه