منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۴ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

بدخشان کې د زر مینځلو د کارځي د ړنګېدو پېښه کې ٣٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

فيض اباد (پژواک، ١٦مرغومی٩٧): د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د زرمینځلو د کارځي د ړنګېدو  له امله ٣١ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت پژواک ته وویل، دا پېښه نن سهار ۹ بجې د کوهستان ولسوالۍ په شپوي کلي کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر کارکوونکي په دې کارځي کې د زرو پر مينځلو بوخت وو.

د ولایتي شورا د یاد غړي د معلوماتو له مخې، دغه کارځی د سیند په منځ کې څو متره ژور جوړ شوی و  او هره ورځ به په کې یو شمېر کارکوونکي د زرو پر مینځلو بوخت وو.

د بدخشان اوسېدونکي حبیب الرحمن چې د سرو زرو سوداګري کوي پژواک ته وویل، ډېره بده پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، ده د سیمې د نورو اوسېدونکو په مرسته په دې پېښه کې د ۲۹ مړو جسدونه او ۶ ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیې کوفي په خپله فيسبوک پاڼه کې  د کوهستان ولسوالۍ د شپوي کلي په سیند کې د ریګ مینځونکي ماشین د چپه کېدو له امله د ۴۰ کسانو د مړه کېدو او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

کوفي بدخشان له کانونو ډک، خو د بېوزله ولایتونو له ډلې بللی او د حکومت په نه پاملرنه د نیوکې تر څنګ یې ویلي: ((حکومت ددغه ولایت د کانونو د استراج د قانوني کېدو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی څو د خلکو او کورنیو په اقتصاد کې بدلون راشي.))

په ورته وخت کې د بدخشان ولایت مقام او نور سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې چې دا پېښه مني، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

بله خوا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني په دغې پېښې خواشيني ښودلې او په راتلوونکي کې يې ددغسې پېښو د مخنيوي لپاره مسوولينو ته لارښوونې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې