منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۸ کتنې

 

 چاریکار(پژواک، ٢٢ مرغومی ٩٧): د سالنګ لویه لار د واورې د ورښت او یخک له امله له تېرې شپې راهیسې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم تړل شوې ده.

دغه لویه لار چې د سالنګ په غرونو کې له یوه تونل څخه تېرېږي او د افغانستان شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي د مرغومي په ۱۸ مه د واروې د ورښت له مله یوازې د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر انجنیر عبدالبصیر حبیبي پژواک ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوري او د واورې اندازه په شمالي سالنګ کې ۶۰ سانتي متره او په سوېلي سالنګ کې یو متر ته رسېدلې ده.

نوموړي نن سهار وویل، اوس واوره نه اوري خو د یخک له امله لار د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.

ده وویل، هڅې روانې دي چې یاده لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

د پروان ولایت د سالنګ ولسوال صابر احمدي پژواک ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې پر دې لویه لار واورې هم را ښویېدلې دي خو مرګ ژوبله نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې