منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ننګرهار کې دې کلدارې بندې او پر ډيورنډ کرښه دې د اغزن تار غځولو مخنيوى وشي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو د يوې اعتراضيه غونډې پرمهال له حکومته غوښته وکړه چې د پاکستانيو کلدارو د چلند او پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار غځولو مخنیوی دې وکړي.

دوی دغه راز له خلکو هم وغوښتل څو په ورځني ژوند کې د افغانیو دودولو لپاره کار وکړي.

قومي مشرانو او مدني فعالانو د سلواغې په ۳مه جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال دا خبرې وکړې او حکومتي چارواکي يې دغو دواړو چارو کې په ناغېړۍ تورن کړل.

قومي مشر سيدالرحمن مومندپر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو په تړاو سخت غبرګون وښود او دا کار یې د کرښې دواړو خواوو ته د قومونو ترمنځ د بېلتون پلان وباله.

هغه زياته کړه : ((ډيورنډ نا منل شوې کرښه ده او پرې د اغزن تار لګول دغې کرغېړنې کرښې ته د رسميت ورکولو هڅې دي، چې ولس به يې ورسره په هيڅ صورت ونه مني.))

مدني فعال عبيدالله قانع بيا د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غندلو ترڅنګ په ننګرهار کې د کلدارو د چلند د مخنيوي غوښتنه وکړه.

نوموړی د کلدارو په مخنیوي کې ولایتي اداره ملامته بولي او وایي چې په ځلونو یې په ننګرهار کې د پاکستانیو کلدارو د چلښت د مخنیوي خبره کړې خو عملي کړې یې نه ده .

د دې اعتراضیه غونډې یو شمېر ګډونوالو د دې ترڅنګ په هېواد کې د افغاني تولیداتو لپاره د ښه بازار موندنې لپاره د اقداماتو غوښتنه هم وکړه.

دوی په حکومت غږ  وکړ څو له بهره د راوړونکو تولیداتو پرځای دې کورنيو تولیداتو ته پاملرنه ډېره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار اوسني والي حيات الله حيات د خپل کار په لومړۍ ورځ ويلي و، د کلدارو د چلند مخنيوی يې په کاري لومړيتوبونو کې دی؛ خو اوس يې خلک په دغه برخه کې په پاتې راتلو تورنوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد