منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د سون توکو بیې رالوېدلې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

 

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٧): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو بيه دوه سلنه او د سون لرګيو بيه څلور سلنه رالوېدلې خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښارد وزیر اباد سيمه کې د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ٥٠ څخه ٤٨ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.

ده وويل چې د تېلو وارداتو زياتوالى په کابل کې د تېلو بيې رالوېدو لامل شوى دى.

خو د کابل ښار د تایمني سيمې په  څلورم سړک کې د اوبلن ګاز يو پلورونکي احمد جاوېد وايي چې نن هم د تېرې شنبې په څېر يوه کيلو مايع ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوري.

خو د سوند د لرګیو بیه هم راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني څلورلارې کې یوه لرګي پلورونکي غلام سخى وویل چې  نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه له ۷٥۰۰ څخه ٧٢٠۰ افغانیو ته راکمه شوې او د یو خروار سرې ارچې بیه له ۶٨۰۰ څخه ۶٥۰۰ افغانیو ته لوېدلې ده.

د خوراکي توکو په منځ کې يوازى د قزاقي اوړو بيه لږ ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بيه له ١٣٤٠ څخه ١٣٣٠ افغانيو ته رالوېدله ده.

خو دى وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ١٧٢٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي په ١٠٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ سېله وريجې په ٢٠٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل په منډوي کې يو چای پلورنکى نوراحمد خيرخواه وايي چې نن د ٧ ورځو وړاندې په څېر يو کيلو شين اندونيزيايى چاى په ٢٨٠ افغانۍ  او یوه کیلو تور افریقايي چای په ٣٠٠ افغانۍ پلوري.

د ځينو خوراکي توکو د پرچون پلور بيې د عمده پلور له بيو سره په ځينو مواردو کې کم او په ځينو کې ډېر توپير لري.

د ټايمني د ديارلسم سړک يو خوراکه پلورونکى احمد صميم وايي چې نن د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو د پرچون پلور بيه ١٤١٠ افغانۍ، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د ١٦ لېتره خورشيد غوړيو بيه  ١١٠٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٤٠٠ افغانۍ، د يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ او د يو کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٥٠ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيې هم توپير نه دى کړى.

حاجى فواد احمد صالح زاده يک تن از زرگران جاده تيمورشاهى شهر کابل گفت که امروز چون شنبۀ گذشته، يک گرام طلاى عربى عيار٧٥٠ را ٢٥٠٠ افغانى و يک گرام طلاى روسى را ٢٠٠٠  افغانى مى فروشد.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو  ګرام روسۍ طلا بيه ٢۰۰۰ افغانۍ او د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې، نن یو امریکايي ډالر په  ٧٥.٥٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٧ افغانۍ پلورل کېږي.

د مرغومي په ٢٩مه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٥.٤٥ افغانۍ وه او زره پاکستانۍ کلدارې په ٥٣٦ افغانۍ پلورل کېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد