منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

“غیر معیاري سوداګریز مارکېټونه او ترافیکي ګڼه ګوڼه د اور مړ کولو پر وړاندې لوی خڼډونه دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۷): د کورنيو چارو وزارت د اطفايې چارواکي وايي، غیر معیاري سوداګريز مارکېټونه، په مارکېټونو کې د اور وژنې وسايلو نشتوالى او ترافيکي ګڼه ګوڼه د اور مړ کولو پر مهال سترې ستونزې دي.

د روانې مياشتې په اوومه نېټه د کابل ښار په منډوي کې د ميلاد په مارکېټ کې د اورلګېدو له امله د ميلاد، ريحان او داوي مارکېټونو  سلګونه هټۍ وسوځېدې، خو تر اوسه د يادې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

له دې مخکې هم په کابل کې دې ته ورته او تر دې خونړي اورونه لګېدلي دي. يوه مياشت وړاندې عبدالحق څلورلارې ته څېرمه په يوه اورلګېدنه کې ځايي اوسېدونکو ته د سختو مالي زيانونو اوښتو تر څنګ ٣ تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت د اطفايې رياست مشر مل پاسوال سيد نظام الدين پاچا، نن په ميلاد مارکېټ کې رسنيو ته وويل، د سواګريزو مارکېټونو نامعياروالى او په يادو مارکېټونو کې د اور وژنې د وسايلو نه شتوالی د دې لامل شوي چې په مارکېټونو کې اور لګېدنې د ډېرو زيانونو د رامنځته کېدو سبب شي.

دی وايي: "موږ چې څومره توان لرو، په هماغه کچه کوښښ کوو چې د پېښې ځای ته پر خپل وخت ځان ورسوو، خو ځينې ستونزه شته چې د دې لامل کېږي چې د اطفايې ډلې پر خپل وخت د پېښې ځای ته ونه رسېږي."

د ده په وينا، ميلاد مارکېټ ته د اور وژنې عمله پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلې وه، خو د ودانيو د نامعياريتوب له امله يې په ډېره سختۍ اور مړ کړی  او په دې وتوانېدل چې نږدې مارکېټونو ته د ډېر اور د غځېدو مخه ونيسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال کمال سادات وايي چې په دغه مارکېټ کې د زياتو زيانونو د اوښتو مسووليت تر ډېره بريد د ياد مارکېټ پر خاوند او سوداګرو دي؛ ځکه په دې مارکېټ کې د اور وژنې هېڅ ډول وسايل نه وو.

هغه زياتوي: "موږ له اړوندو ارګانونو سره پلان لرو چې په ټولو مارکېټونو د اور وژنې وسايل جبري کړو."

خو سوداګر او د دغه مارکېټ هټۍ وال بيا وايي، که چېرې د اور وژنې ډلې پر خپل وخت رارسېدلې واى او د اور وژنې پر مهال يې سم مديريت لرلای، نو دوی ته به دومره زيانونه نه وو اوښتي.

د کابل منډوي د هټۍ والو د شورا مشر حاجي سکندر وايي: "اطفايې ډېر په ځنډ را ورسېدې، وسايل يې هم زاړه وو او په دې ونه توانېدل چې اور ژر مهار کړي."

هغه زياتوي، د کورنيو چارو وزارت بايد په لومړۍ امنيتي حوزه کې د اور وژنې دوه درې موټره ولري څو د اور لګېدنې پر مهال ژر سيمې ته ورسېږي.

د ده په وينا، په يادو درېيو مارکېټونو کې د سلګونو هټيو ټول سوداګريز توکي سوځېدلي او هټۍ والو ته تر ۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو ډېر زيان اوښتی دی.

د پېښې يوه زيانمن حاجي ګل علم وويل، اور لومړى له يوه دوکانه پيل شو او بيا د ميلاد ټول مارکېټ او بالاخره داوي او ريحان مارکېټونو ته هم يو څه ورسېده.

هغه زياتوي، د ميلاد مارکېټ لوړو پوړونو او نږدې نورو مارکېټونو ته د اور د رسېدو لامل دا و چې د اطفايې کارکوونکو سم مديريت نه درلود.

د ده په خبره، په ميلاد مارکېټ کې ۴۰۰ هټۍ، ريحان مارکېټ کې ۵۰ هټۍ او په داوي مارکېټ ۱۰۰ هټۍ سوځېدلي، که چېرې اطفايه په خپل وخت رارسېدلې وای، دې اور زيات زيانونه نه اړول.

دغه هټۍ وال وايي چې په دې مارکېټ کې يې څلور دوکانونه لرل او نږدې ٦٥زره امريکايي ډالره زيان ور اوښتى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې