کندهار (پژواک، ٢٤سلواغه ۹۷): په کندهار کې روانو ورښتونو په داسې حال کې د راتلونکي کال زرغونېدو ته هیلې ډېرې کړې چې دغه ولایت ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی دی.
سږ کال په کندهار کې شاوخوا ۷۰ ملي متره باران ورېدلی او اټکل دی چې تر پسرلي به نور هم و اوري.
د کندهار اوسېدونکي دغو ورښتونو خوشحاله کړي او د یوه اباد کال په تمه دي.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ژمي کې تر دې مهاله ښه ورښت شوی چې ورسره په دهلې بند کې د اوبو کچه لوړه شوې چې د اوو ولسوالیو ځمکې خړوبوي.
هغه زیاته کړه، همدا نن هم دغلته ورښت روان دی او تمه ده چې سبا او بل سبا هم و اوري.
دی وايي، که تر پسرلي په وقفه يي توګه همداسې ورښتونه وشي نو تر ډېره به شته وچکالي کابو شي.
د ده په وینا، د روانې وچکالۍ له امله د کندهار په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې، په ګڼو ولسوالیو کې کر او کرونده زیانمن شوي او مالداري یې هم زیانمنه کړې ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي هم وايي چې وروستیو ورښتونو اباد کال ته هیله مندي ډېره کړې ده.
د دغه ولایت د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سږ کال ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخ دی.
هغه زیاته کړه، د وچکالۍ له امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر څو متره پورې ټیټه شوې چې نه یوازې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکې له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې بیا ۶۰ سلنه مالداري له منځه تللې ده.
خو دی وايي چې سږنیو ورښتونو د وچکالۍ خطر کم کړی او د نور ورښت اټکل هم شته.
د کرنې ریاست اړوند د کوکران څېړنیز فارم مدیر محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ژمي کې تر دې مهاله ۷۰ ملي متره باران ورېدلی، په داسې حال کې چې په تېر ټول کال کې ۷۵ ملي متره باران ورېدلی و.
دی وايي، تر پسرلي د نور باران اټکل هم شته او تمه ده چې له دې سره به وچکالي کمه شي.
د کندهار د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، د ورښتونو تر څنګ د هېواد په شمالي برخو کې د واورې ورښت هم ښه اغېز کړی چې له امله یې په دهلې بند کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
د دې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي وايي، په دهلې بند کې دا مهال د اوبو کچه له لس متره لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې د دغه بند ټول لوړوالی ۲۵ متره ته رسېږي.
د ده په خبره، دغه حالت ته په کتو تمه ده چې سږ کال به کال اباد وي.
دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
په عین وخت کې د کندهار د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس محمد نسیم ایوبي وايي، دغې ادارې نوی کال په کندهار کې د اوبو د مدیریت کال نومولی، ځکه دغه ولایت سختې وچکالۍ ځپلی او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده چې د مخنیوي لپاره یې دوی د اوبو د مدیریت چارې پيل کړي دي.
د ده په خبره، دغه اداره توانېدلې چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کندهار په دامان، میوند او ارغستان ولسوالیو کې د اوبو ۶ واړه بندونه جوړ کړي چې د باران د اوبو په زېرمه کولو کې یې ډېره مرسته کړې ده.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په دغو ولسوالیو کې ۱۵ کارېزونه هم بیا رغول شوي او ډېر ژر به په تخته پل ولسوالۍ کې هم د ۳ بندونو د جوړولو چارې پیل شي.
ده خبر ورکړ چې په نوي کال کې به هم په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو ۲۵ واړه بندونه جوړ شي او ۲۵ کارېزونه به ورغول شي.
دی وايي، په نوي کال کې به د دې تر څنګ ۱۵ کیلومتره کانالونه هم په پاخه او اساسي توګه ورغوي چې دغه چاره د اوبو د ضایعاتو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د اقلیم کارپوهان وايي، که له ۴۰۰ تر ۷۰۰ ملي متره باران و اوري نو وچکالي په بشپړه توګه له منځه ځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










