چاريکار (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٧): د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز د شمال له نهو ولایتونو سره نښلوي، د سختو بادونو له امله په شمالي سالنګ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د سالنګ په شمالي برخه کې سخت باد دی چې د لید د محدودیت لامل شوی او دغه لویه لار د انساني مرګ ژوبلې او مالي تاوانونو د مخنیوي له امله د تېرې شپې له لسو بجو راهیسې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
سرچینه لیکي، د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ریاست د ژغورنې ټيمونو پر مناسب وخت کار پیل کړی او په خطرناک ځایونو کې بند پاتې شوي وسایل یې امن سیمو ته انتقال کړي دي.
د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ادارې په خبره، د روان وضعیت د ښه کېدو په صورت کې به د ورځې په جریان کې یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










