منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې سوداګرو خپل اعتراض پای ته ورساوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۵ کب ۹۷): د ننګرهار د والي په هڅو په تورخم کې سوداګرو خپل اعتراض په مشروط ډول پای ته رسولی او خېمه یې ټوله کړې ده.

سوداګرو د دې لپاره له تېرو شلو ورځو راهيسې د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې د اعتراض خېمه وهلې وه چې په هرات ګمرک کې یې د موټرو د پرزو ۱۷۰۰ کانټينرونو ته د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

دوی پرون ناوخته د ننګرهار د والي شاه محمود مېاخېل په هلو ځلو چې يادې سيمې ته يې سفر کړی و، خپل اعتراض په مشروط ډول پای ته ورساوه.

يوه سوداګر خليل الرحمن شينواری وايي، د هرات په ګمرک کې يې له شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې د موټرو له پرزو بار اوولس سوه کانټينر درول شوي او د ياد ګمرک مسوولینو له لوري ورڅخه په نوي سيستم د ماليې اخیستو غوښتنه کېږي.

نوموړي وويل چې د يادو توکو ماليه يې د پخواني سيستم له مخې ورکړې، خو بيا هم درول شوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ورته زيان اوړي.

هغه زياته کړه، په سپين بولدک او نيمروز بندرونو کې همدې ته ورته نورو کانټيرو ته د تګ اجازه ورکړې، خو يواځې د دوی کانټيرونه درول شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمد مياخېل وويل، دنده لري چې د دغه ولایت د مسوول شخص په توګه ټول هغه حقوق چې د قانون په چوکاټ کې نورو سوداګرو ته ورکول کېږي، د دغه ولایت سوداګرو ته هم ترلاسه کړي.

هغه ډاډ يې ورکړ چې ستونزه به یې د حل په موخه له ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا سره شریکه کړي چې د یادې ژمنې او په لارښوونه یې د سوداګرو له لوري درول شوې اعتراضیه خېمه ټوله او لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه .

سوداګر وايي، خېمه يې په مشروط ډول ټوله کړې او که ستونزه يې حل نه شي، د اعتراضونو د بيا پيل تر څنګ يې د پراخولو ګواښ هم وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد