منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان کابو ۵۷۰ ټنه صادراتي توکي لېږدول کېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ٥ کب ٩٧): ولسمشر د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د صادراتي توکو د لومړنۍ محمولې لېږد د ورېښمو د لارې پرانیسته ګڼي چې تېرو نسلونو یوه کیسه ګڼله چې اوس پر حقیقت بدله شوه.

د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ محمولې د ولسمشر له خوا د پټۍ په پرېکولو او د ایران، هند ترکیې او څو نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو استازو، د سیمه ییزو چارواکو او کابینې د غړو په شتون کې د ورېښمو له بندر څخه د چابهار بندر پر لور حرکت وکړ.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، ۵۷۰ ټنه سوداګریز توکي چې ۲۰۰ ټنه مۍ او ۳۷۰ شوکي کاڼي په کې شامل دي، په ۲۳ کانټینرونو کې له سیستم څخه تېر او له نیمروز ولایته د چابهار بندر له لارې د هند نیوا، شیوا او مندرای بندرونو ته حرکت وکړ.

ولسمشر غني نیمروز ته د سفر او په دغه مراسمو کې د ګډون پر مهال وویل، د افغانستان د صادراتي توکو د لومړنۍ محمولې انتقال ښيي چې د ورېښمو لار د تېرې ورځې کيسه او د نن ورځې حقیقت دی.

هغه زیاته کړه: ((نړۍ باید پوه شي چې نننی افغانستان د پخوا په څېر نه دی او هغه هېواد چې پخوا به یې د اداري فساد، بې کفایتۍ په اړه خبرې کېدې، نن د حرکت مرکز دی او د خصوصي سکتور د اصلاحاتو په برخه کې یې د نړیوال بانک په معیارونو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.))

نوموړي دې ته په اشاره چې سیمه ییزه همکاري د لارې نقشه بدلوي، وویل چې افغانستان څلور کاله مخکې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د نه لرلو له امله د جزیرې په ډول و، خو نن د افغانستان موقعیت پر لوی فرصت بدل شوی دی.

غني دې ته په اشاره چې افغانستان د سوداګرۍ څلور زره کاله مخینه لري، وویل: ((له بده مرغه چې یو لوی خنډ یې نیمګړې دولتداري وه او له همدې امله همکاري او همغږي مطلق ضرور ده او دولت او خصوصي سکتور باید یو ګډ لیدلوری ولري څو په ټولنه کې مثبت تغيیر راشي.))

غني افغانستان له واردوونکي څخه صادروونکي هېواد ته د تغيیر په حال کې وباله او زیاته یې کړه، لومړۍ ځل دی چې د افغانستان صادرات له یو میلیارد ډالرو لوړېږي او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پتېيله چې د افغانستان صادرات باید دو میلیون ډالرو ته لوړ شي.

هغه اقتصادي ژبه د اړیکو د ټینګښت ژبه وبلله او ویې ویل، صادرات د خلکو په دسترخوان د تغیير لامل ګرځي او هر شی چې افغانستان یې صادروي، سلګونه کلي او میلیونونه کسان له نړۍ سره وصل کوي او د دغه ډول تغیيراتو باید هرکلی وشي.

ولسمشر دې ته په اشاره چې د ټولو افغانانو موخه ځان بساینې ته رسېدل دي، وویل، د نړۍ هېڅ هېواد په بهرنیو مرستو نه دی غني شوی، د افغانستان د غني کېدو لپاره یو بل ته لاس ورکړئ.

هغه روښانه کړه: ((نننى نیمروز د ۱۸ یا څلور کاله مخکې نیمروز نه دی او لامل یې دا دی چې د حکومتداري لید، له دولت سره د خصوصي سکتور د اړیکو ډول او له ګاونډیانو، اقتصادي او سیمه ییزو شریکانو سره د دولت اړیکو اساسي تغيیر کړی دی او پایله یې نن وینو.))

غني د دې په څرګندولو چې له دې وروسته به نیمروز له محروم ولایت څخه د افغانستان پر ثقل، اقتصادي او کلتوري مرکزونو بدلېږي، وویل، دولت د نیمروز په وچ بندر کې د تجهیزاتو د برابرو لپاره تیاری نیسي، هیله ده خصوصي سکتور به هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.

هغه روښانه کړه: ((د افغانستان عایداتو مو په څلورو کلونو کې ۹۰ سلنه زیات کړل او په تدارکاتو کې ۲۸ میلیارد افغانۍ سپمول شوې او لومړۍ ځل دی چې د افغانستان ۹۲ سلنه پراختیايي بودیجه مصرف شوې او دغه هر یو د حرکت لامل دی.))

نوموړي د نیمروز د خلکو غوښتنه له درېیمې درجې ولایتونو څخه د نیمروز تغیير وباله او ویې ویل، د نیمروز د اوسېدونکو د غوښتنې د پوره کېدو لپاره سیمه ییزو ارګانونو ته امر شوی څو په دویمه درجې ته د دغه ولایت د تغیير لپاره ترتیبات ونیسي.

هغه د جرمني د مونیخ پر امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره خپل وروستي سفر ته په اشاره وویل: ((له اروپايي ټولنې سره د وروستیو خبرو په چوکاټ کې ستر ګامونه اخیستل کېږي چې اروپايي ټولنه د سولې او ارامۍ، سیمه ییزې همکارۍ او پر لویو سیمه ییزو پروژو د پانګونې په برخه کې له موږ سره مرسته کوي.))

ولسمشر غني د ټاکنو موضوع ته په اشاره وویل، د ټاکنو ترسره کېدل د اساسي قانون او افغانانو غوښتنه او فرمایش دی او په ټاکل شوې نېټه ترسره کېږي.

غني له دولتي ادارو وغوښتل چې د ټاکنو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او دفاعي او امنیتي بنسټونو ته یې هم ګواښ وکړ چې په ټاکنیزو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او هڅه به یې د سیاسي فعالیتونو لپاره د زمینې برابرول او د امنیت ساتل وي.

ولسمشر غني په هېواد کې د سولې ټینګښت ته په اشاره وویل، د سولې راتلل د ټولو افغانانو غوښتنه ده، لکه څرنګه چې درې ورځنی اوربند، د دیني اجماع جوړېدل او د جګړې او سولې په اړه د فتوا ورکول د ملي یووالي په دوره کې ترسره شول.

نوموړي روښانه کړه چې د سولې په مشورتي جرګه کې به د ښځو، ځوانانو، دیني عالمانو، معلولینو، د شهیدانو کورنیو، متقاعدینو او خصوصي سکټور په ګډون د ټولو طبقو ګډون حتمي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي هند ته د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتي توکو د لومړنۍ محمولې انتقال د افغانستان په ځانګړې توګه نیمروز ولایت اوسېدونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د افغانستان موقعیت ستونزه نه ده، بلکې یو اهمیت دی او د صادراتو پیل د خلکو لپاره د کار زمینه برابروي.

د فوایدو عامه وزیر یما یاري په دې ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، نن د خوښۍ ځای دی چې لومړنۍ محموله له نیمروز څخه د چابهار بندر له لارې هندوستان ته انتقالېږي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال د چابهار په بندر کې ۱۵۰ افغاني شرکتونو د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده چې سوداګریز انډول ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې پخوا به يې له سوداګرو میلیونونه ډالره باج اخیسته؛ خو افغانستان له سوداګریزې کلابندۍ خلاص شوی او ستونزه هواره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې د قوانینو د تدوین، له فساد سره د مبارزې او خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د هېواد په کچه زیات کار شوی دی.

په کابل کې د ایران سفیر رضا بهرامي وویل چې نن له افغانستان څخه لومړنۍ صادراتي جوپه د چابهار بندر له لارې  د درې هېوادونو چارواکو  د لوړ همت په پایله کې هندوستان ته ولېږدول شوه.

هغه زیاته کړه: ((چابهار بندر ګټې اخیستنې ته چمتو شو چې نن یې موږ او تاسې د لومړۍ ګټې اخیستنې شاهدان یو، هغه مراسم چې نن په دې تړاو نیول شوي، له سيمه ییز ګډون، د سیمې هېوادونو د نښلولو، له تاوتریخوالي د لرې توب، پیوستون، د سيمې صنعتي کولو او سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.))

هغه د افغانستان او ایران اړيکې په لوړه کچه یادې کړې، ويې ویل چې د دولتونو ترمنځ اړيکې او متقابل درناوی باید موجود وي او د هر اړخیزې پراختیا او همکارۍ په اړه باید فکر وشي.

او تصریح کرد: «علاقه مند هستیم که در عرصه های مختلف، با افغانستان همکاری و مشارکت داشته باشیم؛ تا موفق شویم در این کشور، بهبود اقتصادی و صلح به وجود بیاید.»

د ایران سفیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې د افغان ولس او چارواکو د هڅو له امله ترلاسه شوي دي، له مخالف لوري سره د یوځای کېدو په صورت کې هم باید خوندي شي.

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار وویل: ((ټولې موخې مو دا دي او ژمن یو، هڅه کوو چې ټولې هغه پروژې چې د افغانستان د سوکالۍ سبب ګرځي، موږ یې ملاتړ کوو.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد