منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“امریکا د سولې له ټينګښت وروسته د پانګونې له لار د افغانستان ملاتړ کوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٧): د افغانستان ــ امریکا د سوداګرۍ خونې رییس وايي چې د سولې له ټينګښت وروسته امریکا له افغانستان سره د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له لارې مرسته کوي. 

یاد مطلب د افغانستان ــ امریکا د سوداګرۍ خونې رییس راهان دان ریتر (Hon Don Ritter) نن د افغانستان ــ امریکا د سوداګریز اتصال د څوارلسم کنفرانس چې د روان کال د اپریل په ۳۰ مه د امریکا په واشنګتن کې ترسره کېږي په مقدماتي ناسته کې بیان کړ.

هغه وویل، د سوداګریز اتصال د کنفرانس د جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ زیاتېدل او په افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي پانګوالو هڅول دي.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ نن دلته یو چې د خپلې سوداګرۍ اړیکې زیاتې او ښې کړو، موږ د افغانستان راتلونکي ته په مثبت لید ګورو، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله راځي کله چې سوله راځي نه په دغه هېواد کې سوداګریز فرصتونه او پانګونې هم زیاتېږي.))

هغه د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره فرصت ډېر شوی وویل: ((موږ غواړو تاسو ته وضاحت او ژمنه درکړو چې امریکا په افغانستان کې د سولې له راتلو وروسته له دغه هېواد سره د پانګونې او د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو له لارې ملاتړ کوي. موږ غواړو چې په افغانستان کې فعال خصوصي سکتور موجود وي او د دغه هېواد له اقتصاد سره د لویو پانګونو له لارې ملاتړ وکړو.))

ریتر زیاته کړه، امریکايي پانګول هیله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله راشي څو وکولای شي په بېلا بېلو پروژو کې پانګونه وکړي، ځکه په بې امنه وضعیت کې پانګونه ناممکنه ده.

هغه له جزيیاتو پرته وویل، امریکا اوس د مخابراتو او نوري فایبر شبکې په برخه کې پانګونه کړې او ټاکل شوې چې په روان مېلادي کال د مخابراتو په برخه کې د دوی د پانګونې کچه سل میلیون ډالره زیاته شي.

د افغانستان ــ امریکا د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي جیفري ګریکو(Jeffrey Grico)  په نننۍ ناسته کې وویل: ((موږ نن له تاسو سره یو څو له افغان پانګوالو سره ووینو او د خبرو له لارې خپلې سوداګري تقویه کړو.))

هغې زیاته کړه، په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو سوداګر د سوداګریزو اړیکو پر زیاتېدو او په دواړو هېوادونو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث او نظرونه تبادله کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پلاوي رییس عتیق لله نصرت په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې د کانونو د استخراج، د برېښنا انرژۍ د تولید، تکنالوجۍ، کرنې، ترانسپورټ او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه له امریکايي پانګوالو وغوښتل چې راشئ او په افغانستان کې په یادو برخو کې پانګونه وکړئ.

نوموړي زیاته کړه: ((امریکایان او امریکايي پانګوال له ټولو هغو نوو فرصتونه سره چې د سولې بهیر له بشپړېدو وروسته رامنځته کېږي لېوالتیا لري، د افغانستان ټول داخلي او بهرني همکاران هڅه کوي چې ژر تر ژره  د سولې خبرې پایله ولري او  دغه بهیر بشپړ شي، د سولې بهیر له بشپړېدو وروسته به  بهرنیو پانګوالو ته یو لړ فرصتونه رامنځته شي.

د هغه په خبره، د افغانستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ دقیق ارقام نه لري خو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري زیاته نه ده.

په افغانستان کې په داسې حال کې د سولې تامین او پانګونې زیاتېدو ته هیله مندي زیاته شوې چې په دې وروستیو کې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو له خوا دسولې لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

نن د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د خبرو پنځم پړاو په دوحه کې پيلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد