منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ مدني فعالانو او ولایتي شورا په دوحه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۶ کب ۹۷): بلخ  کې مدني فعالانو او د ولايتي شورا  يو شمېر استازو د افغان سولې په تړاو په دوحه کې د امريکا او طالبانو  ترمنځ له روانو خبرو ملاتړ وکړ.

دوی وايي داسې سوله غواړي چې د هېواد ټول ملي ارزښتونه په کې خوندي وي او افغان سرتېرو ته په کې احترام شوی وي.

د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان له طالبانو غواړي  چې د جګړې پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

مدني فعال او د بلخ پوهنتون استاد عبدالحميد صفوت د کب په شپږمه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ نوې پيل شوې خبرې به ګټورې وي.

نوموړی وايي چې  د سولې په خبرو کې بايد د هېواد ټولو ملي ارزښتونو، اساسي قانون او د افغان ځواکونو قربانيو ته درناوی وشي.

صفوت زياته کړه: ((د سولې په خبرو کې بايد د افغانستان د اوولسو کلونو لاسته راوړنې قرباني نه شي او تر څنګ يې د ښځو حقونه په کې خوندي وي.))

دی له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او مخالفين  دې له حکومت سره مخامخ  خبرې وکړي.

نوموړی زياتوي چې سوله راتلونکې ده او طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول  هدف نه لري چې په خبره يې له روانې جګړې ستړي ښکاري.

صفوت دا هم وايي چې خلک دوامداره سوله غواړي او افغان حکومت بايد د هغو ګاونډيو هيوادونو مخه ونيسي چې د جګړې دوام غواړي.

په دې غونډه کې د بلخ ولايتي شورا غړي صالح محمد مرادي هم د سولې له روانو هڅو د ملاتړ تر څنګ له مخالفينو وغوښتل چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته کېني.

نوموړی له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې له روانې جګړې لاس پر سر شي  چې په وينا يې خلک سوله غواړي.

په ورته وخت کې د اجرائيه رياست سلاکار محسن دانش وايي افغان حکومت هغه سوله غواړي چې د ښځو حقونه او ورسره ټول ملي ارزښتونه په کې خوندي وي.

دی وايي چې  له افغان حکومت پرته په نورو بهرنيو هېوادونو کې د سولې خبرې اترې پايله نه لري چې د ده په وينا ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې په جګړه کې  ګوري.

محسن د سيمي له هېوادونو غواړي چې د افغان سولې لپاره دې هڅې وکړي.

ولايتي شورا او مدني فعالانو د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره له هر هغه اقدام څخه هرکلی وکړ چې د روانې جګړې مخه نيسي.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، سوله د افغانانو جدي اړتيا ده چې د جګړې ښکېل اړخونه يې بايد ومني.

د پرېکړه ليک په يوه برخه کې دا هم راغلي چې د سولې روانو مذاکراتو کې دې د افغانستان نظام د پايښت او تقويې لپاره لا ډېر کار وشي.

د يادونې ده، نن د پنځم ځل لپاره د وسله والو طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې په دوحه کې پيل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست