منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د ډېر ورښت له امله راوتلو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ډېر ورښت له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په کندهار کې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې ورښت پیل شوی چې تر دې مهاله له ۵۰ ملي متره ډېر اورېدلی دی.

چارواکي وايي، ډېر ورښت او سېلابونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې زیانونه اړولي چې ورسره جوخت اړوندې ادارې لاس په کار شوې څو زیانمنې شوې کورنۍ وژغوري او لازمې مرستې ورسره وکړي.

خلیل احمد د کندهار ښار د درېیمې ناحیې هغه اوسېدونکی دی چې د سېلاب له امله یې کور نړېدلی خو کورنۍ یې ژغورل شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، خټین کور یې د سېلاب د اوبو خوراک شو خو ښه ده چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

دی وايي، یوازې یې خپل سرونه خوندي ساتلي خو نور یې د کور ټول توکي تر خاورو لاندې شوي دي.

د ده په خبره، اوس یې کورنۍ د نورو په مرسته خوندي ځای ته لېږدولې خو مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، ورښت او سېلابونو د ده په څېر د ډېرو خلکو کورونه نړولي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي چې له تېرې شپې راهیسې د سیلاب په منځ کې پاتې وو چې نن د چورلکو په وسیله کندهار ښار ته راوستل شول.

دی هم وايي چې سېلاب یې خېمې او د استوګنې ځایونه نړولي او یوازې یې خپل ځانونه خوندي کړي دي.

خو ده یادونه وکړه چې په ځينو سیمو کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، د تېرې شپې د سېلابونو له امله ۷ مړي او ۱۴ ټپيان وروړل شوي، چې ښځي او کوچنيان په کې شامل دي.

دی وايي، د ټپیانو درملنه پیل شوې او دوی بشپړ چمتووالی لري څو د اړتیا پر مهال له سېلاب ځپلو سره روغتیايي مرستې وکړي.

د کندهار ښار درېیمه، څلورمه، نهمه، دوولسمه او پنځلسمه ناحیې هغه سیمې دي چې سېلابونو په کې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار په یادو سیمو کې د باران او سېلابونو له امله شاوخوا ۵۰ کورونه نړېدلي خو د ده په برخه کېدای شي دغه شمېره لوړه شي.

د ده په خبره، ډېر هغه کورونه نړېدلي چې د ویالو په مسیر کې جوړ شوي وو.

خو ده یادونه وکړه چې تر اوسه له کندهار ښاره د مرګ ژوبلې کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

دی زیاتوي، له هماغه وخته چې ورښت پيل شوی، ښاروالۍ بېړنی حالت اعلان کړی او خپل ټول ټیمونه یې په ښار کې پر دندو ګومارلي څو خلک وژغوري او خوندي سیمې ته یې ورسوي.

ده وویل، په کندهار ښار کې يو شمېر سالونونه او هوټلونه نیول شوي څو زیانمنې شوې کورنۍ په کې خوندي شي.

څرګند وايي، ښاروالۍ هڅه کړې چې مخکې له مخکې په کندهار ښار کې غځېدلي پاتاوونه او چرۍ پاک کړي او دغه راز استنادي دېوالونه جوړ کړي څو د ورښتونو پر مهال خلکو ته زیان وا نه وړي.

د ده په وینا، که اوسنی حالت د تېرو کلونو له حالت سره پرتله شي نو ښاروالۍ په دې برخه کې ډېر کار کړی دی.

ومو غوښتل په ولسوالیو کې د اوښتو زیانونو په اړه له پېښو سره د چمتووالي له رییسه معلومات واخلو خو پر بار بار اړیکې نیولو سربېره خبرو ته حاضر نه شو.

خو د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وايي چې د اورښت او سېلابونو له امله په ولسوالیو کې هم مالي او هم ځاني زیان اوښتی خو کره شمېره یې نشته.

دی وايي، په دې برخه کې یو شمېر ټیمونه کار کوي چې شمېرې راټولې او د اړتیا پر مهال زیانمنو شوو ته مرستې ورسول شي.

عزیزي زیاته کړه، تر دې مهاله د هوايي لوا په مرسته په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ ښار ته لېږدول شوې چې ډېره برخه یې کوچیان دي.

د ده په خبره، د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د هوايي لوا د مسوولینو په ملاتیا ارغنداب ولسوالۍ ته ولاړ او لسګونه هغه کورنۍ چې له تېرې شپې راهیسې د سېلاب په منځ کې ایسارې وې، د هوا له لارې کندهار ښار ته را ولېږدول.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د هوايي لوا په مرسته په پنجوايي کې هم ګڼې کورنۍ چې ډېری یې کوچیان وو، ژغورل شوي او کندهار ښار ته را لېږدول شوي دي.

عزیزي دا هم وویل چې همدا نن په ولایت مقام کې د والي حیات الله حیات په مشرۍ له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوه چې د ولایتي شورا غړو، د سکتوري ادارو مسوولینو او د مرستندویه موسسو استازو په کې ګډون کړی وو.

دی وايي، په دې غونډه کې ۷ کاري ډلې جوړې شوې او دنده ور وسپارل شوه څو د کندهار ښار تر څنګ په ټولو ولسواليو کې لومړی په بېړنۍ او وروسته په اساسي توګه له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو، سرپناه او روغتیا په برخو کې مرستې وکړي.

په دې غونډه کې هوايي لوا ته دنده وسپارل شوه چې په ولسوالیو کې دې هغو زیانمنو شوو کورنیو ته چې د ځمکې لارې ورته رسېدل ګران وي د هوا له لارې بېړنۍ مرستې ورسوي.

والي له ګومارل شوو ډلو وغوښتل چې د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه دې د زیانمنو شوو کورنیو کره ارقام راټول شي څو شته امکانات په منظمه توګه تر مستحقو کورنیو ورسول شي.

په غونډه کې د اړوندو ریاستونو او مرستندویه ادارو استازو وویل چې د ښار او ولسواليو په سطحه د خوراکي او غیر خوراکی توکو، روغتیايي کيټونو، خېمو او سرپنا برابرولو په برخه کې بېړنیو مرستو رسولو ته بشپړ چمتووالی لري.

د یادونې ده، د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان، یو شمېر نور چارواکي او د ځینو خیریه ټولنو مسوولین په کندهار ښار کې سیمه په سیمه ګرځي څو له د ورښت او سیلابونو له امله له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې