کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٧): د واورې د پرله پسې ورېدو له امله د غزني، پکتيکا او لوګر ولايتونو د ډېری ولسواليو لويې لارې د ولایتونو له مرکزونو سره تړل شوې او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې پرله پسې واوره شوې چې له امله يې د ټولو ولسواليو لويې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
هغه زياته کړه: ((که څه هم د غزني ولایت د ټولګټو چارو ریاست او اړوند قراردادي شرکتونه له لارو د واورو پاکولو لپاره پوره تیاری لري، خو د واورې ورېدنې د دوام او توپان له کبله چې له واورو پاکې شوې ساحې بېرته له واورو ډکوي، تر اوسه د لارو د پاکولو عملیات نه دي پیل شوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د غزني ولایت په ځینو سیمو کې د واورې کچه لږ تر لږه ۶۰ سانتي او په ځینو سیمو کې تر ۱۵۰ سانتي متره پورې رسېږي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم د ټولو ولسواليو لارې د واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.
د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې نږدې يو متر واوره شوې ده.
هغه وايي: ((زه دلته د غزني د اډې منشي يم، واورو لار بنده کړې، خلک نه شي تللى، ټولې لارې د موټرو پر مخ بندې دي، بايد د خلاصون لپاره يې اقدام وشي.))
همدارنګه د مرکز ښرنې يوه موټر چلوونکي عبدالحق پژواک ته وويل: ((بېخي ډېره واوره شوې، ښار کې او په لويو لارو کې موټر په وارو کې بند دي، اساسي غم يې بايد وخوړل شي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د واورې پاکولو په قرارداد کې ناغېړي شوې ده.
هغه وايي: ((کوم شرکت ته چې دغه قرارداد ورکړل شوى، لازم وسايل او مشينري نه لري، نو موږ به هم د واورې نه پاکولو په بدل کې پيسې ترې وګرځوو.))
خو والي ژمنه وکړه چې پر ټولو امکاناتو به د سړکونو پاکولو چارې پيل کړي څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
خو د پکتيکا د فوايد عامې رييس مدير احمدزي پژواک ته وويل چې د ځينو ولسواليو لارې يې خلاص کړې او پر نورو کار روان دى.
دى وايي: ((د مرکز ښرنې، مټاخان، سردې بند او خيرکوټ مسيرونه مو پاک کړي او په نورو کار روان دى.))
همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د درېيو ولسواليو لويې لارې هم له مرکز پل علم سره د واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.
د خروار ولسوالۍ قومي مشر محمد ناصر پژواک ته وويل: ((دلته ډېره واوره شوې، وړې او لويې ټولې لارې بندې دي، له مسوولينو غواړو چې لارې خلاصې کړي.))
دغه راز د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندې سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې له وړمې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې ډېره تېزه واوره ورېږي.
دى وايي: ((حکومت بايد اقدام وکړي، دا واوره ډېره ده، د خلکو زور پرې نه رسېږي چې پاک يې کړي.))
په ورته وخت کې د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ لاره له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
هغه وايي: ((په دې اړه مې ولايت ته خبر ورکړى خو تر اوسه يې اقدام نه دی کړی.))
د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې له وړمې شپې راهيسې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې له ٥٠ سانتي متره ډېره واوره شوې ده.
ده وويل چې د ولايت مقام د فوايد عامې رياست ته امر کړى، څو هر څه ژر د ټولو ولسواليو له لارو واورې پاک کړي څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي او هغوى هم په دې اړه ډاډ ورکړى دى.
د يادونې ده، د يادو ولايتونو تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سږ کال د نورو کلونو په پرتله ډېره واوره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










