غزني (پژواک، ١٣ کب ٩٧) : دغزني چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سختو واورو د ورښت له امله د کورونو د نړېدو او د لارو د بندېدو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د دغو پېښو په لړ کې تېره ورځ د مالستان ولسوالۍ په پشي علیا سیمه کې د سختې واورې اورېدو له امله د لارې په اوږدو کې یو نارینه او یوه ښځه د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
نوري وايي دغه راز د واغظ ولسوالۍ په اړوندو او د ګیرو ولسوالۍ په باتور کلي کې دوه میرمنې چې ولادي ناروغي یې درلوده، د لارو د بندېدو له امله روغتیایي مرکزونو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله یې ساه ورکړې ده.
بلخوا د واغظ ولسوالۍ په هفت اسیاب کلي کې هم د یوه کور د چت پریوتو په پایله کې یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.
د والي وياند وايي، د ده یک ولسوالۍ په سلیمانزو کلي کې د ډېرې واورې اورېدو له امله د دوو غوجلو چتونه پریوتي چې په پایله کې یې ۱۴ څاروي له منځه تللي دي
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د سختې واورې د اورېدو له امله د مرکز غزني په زاړه ښار، د واغظ ولسوالۍ په هفت اسیاب، د زنخان ولسوالۍ په څګي، د مالستان ولسوالۍ په پشي علیا او سه پای سبز دره کلیو، د خوګیاڼو ولسوالۍ په قلندر خېل، د ګیرو ولسوالۍ په پني او محب الاغ کليو او د اندړو ولسوالۍ په میري سیمه کې دوولس(۱۲) بابه کورونه، د ګیرو ولسوالۍ په عروسګي کلي کې یو باب جومات او د مرکز غزني په توحید اباد سیمه کې یو خصوصي ورزشي جمنازیوم نړېدلي دي.
د غزني د ولایتي روغتون یو تن ډاکتر نورالله وايي چې دوى ته هغه ورځ پنځه جسدونه ور وړل شوي وو چې دیخ له امله مړه شوي وو.
د یو بل خبر له مخې، ددې ولايت د ۸ ولسوالیو لارې چې د زیاتې واورې له امله تړل شوې وې نن خلاصې شوې او دپاتې نورو يې کارونه روان دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې اړوند قرار دادي شرکتونه او د غزني ولایت د فوايد عامې ریاست پرسونل نن وتوانېدل چې له واورې څخه د کابل ـ کندهار د لویې لارې په پاکولو سره اب بند، مقر او ګیلان ولسوالۍ له مرکز سره وصل کړي.
د هغه په وينا، دغه راز د قره باغ، واغظ، رشیدان، خواجه عمري او ده یک ولسوالۍ لارې هم له واورو څخه پاکې او د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوي. له واورو څخه د غزني ولایت د نورو ولسواليو د مواصلاتي لارو دپاکولو لړۍ دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن